- سټارز اينډ سټرايپس
سټارز اينډ سټرايپس ورځپاڼې په کابل کې د دوشنې حملې ته کتلي دي.
مقاله لیکي چې افغان ځواکونه په یوازې سر له حمله کوونکو سره وجنګېدل.
په دې مقاله کې په افغانستان کې د ناټو د يوه وياند له قوله لیکل شوي چې د ناټو يا امریکا هېڅ مشاور له دې حملې څخه د دفاع په برخه کې ګډون نهو کړی.
په دې مقاله کې راغلي چې امريکايي چارواکو تېره اوونۍ وويل چې داعش ډله په افغانستان کې شااوخوا زر جنګيالي لري، خو په مارچ مياشت کې د دې ډلې د جنګيالیو شمېر ۷۰۰ و.
دا په داسې حال کې ده چې افغان او امریکايي چارواکو ويلي وو چې د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پايه به په افغانستان کې داعش ډله لهمنځه یوسي.
- اې. اېن. ای نيوز
اې. اېن. ای نيوز هم په کابل کې د وسلهوالې حملې په اړه مقاله لیکلې چې په دې مقاله کې راغلي، داعش ډلې د دې حملې مسؤليت ومانه.
وسلهوالو حمله کوونکو د کابل په افشار سیمه کې د ملي امنيت د ریاست پر يوه روزنيز مرکز له غرمې مخکې پر ۱۰ بجې حمله وکړه او دې حملې له پنځو ساعتونو زيات دوام وکړ.
د راپورونو له مخې، د کابل په افشار سیمه کې د ملي امنيت رياست پر روزنيز مرکز حمله د ۲ حمله کوونکو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.
- بزنس انسايډر
بزنس انسايډر خپرونې هم په کابل کې د دوشنبې حملې ته کتلي دي.
په دې مقاله کې راغلي چې داعش سخت دريځې ډلې په کابل کې د استخباراتي ادارې يوه روزنیز مرکز ته نږدې د حملې مسؤليت ومانه.
په کابل کې د وسلهوالو يوې ډلې يوه ودانۍ ونيوله چې د جوړېدو په حال کې وه.
مقاله لیکي چې د کابل افشار سیمه چې دا حمله پهکې وشوه، د ملي امنيت د ادارې يوه روزنيز دفتر او يوه شخصي پوهنتون ته نږدې ده.
اسلامي دولت ډلې د دې حملې مسؤليت منلی او پر خپله پاڼهیې په یوه اعلاميه کې ویلي چې دوو حمله کوونکو يې په کابل کې پر يوې استخباراتي ادارې حمله کړې ده.
مقاله زیاتوي چې داعش ډله لومړی ځل په افغانستان کې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې راڅرګنده شوه او په کابل کې يې د یو شمېر حملو مسؤليت اخیستی دی.