خلک د ګردېز ښار داخل او ولسواليو ته د تلونکو لويو لارو د بندښت په اړه شکايت کوي وايي، ادارو دوی ته د اسانتياوو رامنځته کولو پر ځای ستونزې ايجاد کړې دي.
د پکتيا ختيځ ته پرتو څو ولسواليو اوسېدونکي چې د سرحدي لوا مخ تهيې لار تړل شوې او د تګ راتګ پر مهاليې په خبره له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي وايي:
"زه غفور د احمدخېلو ولسوالۍ یم، دا لار ټوله خرابه او خامه ده او باید خلاصه شي. په دې لار چې ځئ د موټرو ټول ټایرونه خرابېږي او بايد دا پوخ سړک خلاص کړي."
"زه خان ولي د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی یم، په دې لاره کې مريضان او خلک ټول په تکليف وي او په خامه کې يې بيا دومره جمپونه پسې اچولي چې موټر په ډېر تکليف اړول کېږي، اوس خو هم خير ژمی به سخت تکليف وي."
"زه حاجي مياورګل یم، دا لار خو عمومي لار ده، بايد بنده نهشي. په دې باندې د حکومت دفاع نهکېږي چې خلکو ته مشکل جوړ شي او لارې بندې کړي دا ټول خلک په زحمت دي ورسره او دا خبرې مو بايد واورئ او دغه لارې خلاصې کړي که دا لارې خلاصې نهکړي، ژمی راروان دی او خلک په سلو مشکلاتو کې دي او د ټولو مشکلاتو پړه به په حکومت وي."
دا يو څو تنه نهدي چې په ښار کې د تړل شويو لارو له بندښته شکايت لري، قومي مشران او مخور خلک د لارو په تړل کېدو له حکومته ناراضه دي او په خبرهيې له دوی سره کړې ژمنې نهعملي کوي.
قومي مشر محمدولي محمدي وايي:
"پوخ سړکيې بند کړی، د خلکو لپارهيې پنځه کېلو متره لیرې ساحه کې خامه دوره ورکړې چې بيا موږ لوا ته څو وارې ورغلو چې د دې خلکو په مخکې تاسو لار تړلې او له مشکل سره مخ دي، هغوی وعده وکړه چې ژر تر ژره به د دغې لارې خلاصون لپاره کار کوي او ځان ته لار جوړوي، خو اووه مياشتې کېږي د دوی لار نهجوړېږي او خلکو ته لار بنده ده."
خلک دا هم وايي، د محاکمې، امنيه قوماندانۍ، ولايت مقام، سرحدي لوا، ګردېز ښاروالۍ او مېلمستون تر مخ د لويو لارو تړلو د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې خنډونه ايجاد کړي او ورځنی ژوند يې له ګواښونو سره مخ دی.
مدني فعال او د ګردېز اوسېدونکی سيد جمالالدين اصفخېل وويل:
"يوه ساحه محاکمو، يوه څارنوالۍ، يوه سرحدي کنډک، يوه ولايت مقام او ځينې نورې لارې نورو ادارو بندې کړې دي، نو په ټوله کې د پکتيا خلک له کابل وروسته دلته له غټې ستونزې سره مخ دي. له حکومت مو هيله دغه ده چې حکومتوالي د لارو په بندولو نهکېږي او ژر تر ژره دې لارې خلاصې کړي."
دی زياتوي د امنيه قوماندانۍ په مخ کې د لويې لارې تړلو او په يو سړک له دواړو لورو څخه د موټرو تګ راتګ په تېره مياشت کې تر ۱۰ زياتې ترافيکې پېښې رامنځته کړې او پنځه تنه محصلين وژل شوي دي.
همدغه خبره د پکتيا د ولايتي شورا وکيلان هم کوي چې د خلکو شکايتونه تر دوی ورسېدلي او د لارو د خلاصون لپارهيې له ولايتي ادارې سره خبرې هم کړې دي.
وکيل تاج محمد منګل وايي:
"ځينې لارې تړل شوي چې خلکو ته مزاحمت دی او دغه ستونزه تر موږ رارسېدلې او په دې هڅه کې يو چې دغه تړل شوې لارې خوشې شي او په بديل کې يې نور اقدامات وکړي او نور تدابير تر لاس لاندې ونيسي."
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د دغو لارو د تړل کېدو په اړه ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی خلکو ته بديل لارې ورکړې او په دې ډوليې امنيتي تهديد کم کړی دی.
دی وايي:
"د ځينو امنيتي ملحوظاتو له امله چې کوم خطرونه موجود دي، نهيوازې دغو ادارو ته بلکې ملکي خلکو ته هم زيان پهکې رسېدلی شوی، نو بندېدل په دې معنی چې د خلکو تګ راتګ مسدودېږي او د خلکو تګ راتګ نهدی مسدود شوی بلکې په نږدې ساحو کې بديل لارې خلکو ته ورکړل شوې دي."
ده دا ونهويل چې دوی به تړل شوې لارې خلاصې کړي که نه؟ خو زیاتهيې کړه چې تر اوسه پورې دوی ته کوم خبر نهدی ورکړل شوی چې په بديل ورکړل شويو لارو کې دې عام خلک له کومې امنيتي پېښې يا بلې کومې غټې ستونزې سره مخ وي.
راپور: داود تپان