د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له خپل امریکايي سیال سره د کابل او واشنګټن ترمنځ د شويو ژمنو د عملي کېدو پر سر خبرې کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر وايي، د حنیف اتمر او مک مسټر ویډیویي کنفرانس تر ډېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د موجوده تړون پر عملي کېدو ورټول و.
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادر شاه د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دواړو خواوو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د سولې د ټینګښت او دغه شان د هغه ژمنو پرعملي کېدو چې دواړه هېوادونه خپلو هدفونو ته رسولای شي، مفصلې خبرې وکړې.
قادر شاه زیاتوي:
" د همکاریو میثاق چې د دواړو هېوادونو ترمنځ موجود دی او له مخې یې په بېلابېلو برخو کې د امریکا ترڅنګ، د افغان حکومت له خوا هم ژمنې شوي، په هغې بحث وشو او ډېر تمرکز په دې و چې څنګه کولای شو خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره اقدامات چټک کړو."
خو نوموړي په دې اړه ډېر جزیات ورنه کړل.
څلور میاشتې وړاندې د کابل او واشنګټن ترمنځ د همکاریو د میثاق یا د تړون عملي چارې پیل شوې.
د همکاریو په دغه تړون کې، د ښې حکومتوالۍ، سولې، امنیت او اقتصاد په برخو کې څلور کمېټې کار کوي.
د کابل او واشنګټن ترمنځ د همکاریو د تړون د رسمي پیل پرمهال افغان حکومت ویلي وو چې دغه تړون به د افغانستان د پرمختګ لامل شي.
د سیاسي چارو کارپوه خالد سادات وايي، افغانستان او امریکا دوه ستراتیژیک ملګري دي، خو دا د امریکا اخلاقي مسؤلیت دی چې له افغانستان سره په ملګرتیا په دغه هېواد او سیمه کې د سولې ټینګښت ته زمینه برابره کړي.
نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
" امریکا د افغانستان لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، نو له همدې کبله که د کابل او واشنګټن اړیکې په پوځي محور راڅرخېږي، دا باید داسې وي چې په افغانستان کې د امریکا له ادرسه د سولې د ټینګښت او د جګړې ختمولو ته زمینه برابره کړي. "
د ښاغلي سادات په خبره، د کابل او واشنګټن ترمنځ ښو اړیکو د افغانستان پر وړاندې ځیني حساسیتونه هم راپارولي، نو ځکه امریکا باید له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې سربېره، په بېلابېلو نورو برخو کې هم کړې ژمنې په رښتیني ډول عملي کړي.
راپور: محمد حدیث پردېس