د غیر قانوني وسلې او هم د بېاسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو د ګرځېدو پر ضد کمپاین له هماغه لومړۍ ورځې له ځینو مخالفتونو او مقاومت سره مخامخ شو.
د افغانستان د پارلمان د غړو په ګډون بېلابېلې څېرې پهدې اړه څرګندونې لري.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی وایي، له غیر مسؤله کسانو څخه د غیر قانوني وسلې د راټولولو پلوي کوي، خو وایي دا پلويیې لهدغه کمپاینه بشپړ رضایت نهښیي.
نوموړی وړاندیز لري چې امنیتي سکټور دې د دغه کمپاین د بریالیتوب لپاره د افغانستان د ملي شورا سره په مشورې یو نوی طرزالعمل جوړ کړي.
احمدزی وايي افغان حکومت دې د وروستي کمپاین په اړه له موږ سره سلا وکړي.
ښاغلی احمدزی استدلال کوي چې د ده په ګډون ځیني وکیلان له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي، نو ځکه دوی د امنیتي وضعیت تر ښه کېدو پورې زرهي موټرو، مؤقت پلېټونو او تورو ښیښو ته اړتیا لري.
دی وايي:
"دا د دواړو مجلسینو حق دی چې باید هغوی ته کارتونه ورکړل شي. وروسته بیا دا سختي او تلاشۍ شروع کړي، بیا موږ ورسره همکار یو. ځیني کسان لرو چې مشکل لري حتی د ملکونو په سطح باندې، نو باید زما او د یوه عادي وګړي فرق وشي. حکومت دې زموږ امنیت وساتي. موږ اړتیا ورته لرو."
ښاغلي احمدزي دغهراز زیاته کړه چې دوه میله وسله ورته کافي نهده او باید ډېره وسله له ځانه سره وګرځوي.
د کابل ګارنېزیون د عمومي قوماندانۍ د سې شنبه ورځې «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۱» په ابلاغیه کې راغلي چې هېڅڅوک حق نهلري په ښار کې زرهي او تورې ښیښې لرونکي موټر وچلوي.
په همدې حال کې د افغانستان د مدني ټولنې مشر عزیز رفیعي په دې باور دی چې د افغانستان هېڅ وګړی له ګواښه لیرې نهدی او قانون باید پر ټولو یو ډول عملي شي.
دی وايي:
"یو بهرنی وګړی تېر کال د یوه تورو ښیښو لرونکي موټر چې د افغانستان د پارلمان پلېټیې درلود، د کارته چهار سیمې نه وتښتول شو. نو زه فکر کوم چې د تورو ښیښو لرونکو موټرو او وسلو درلودلو په برخه کې هېڅ ډول امتیاز غوښتنه قانوني کېدای نهشي."
د کابل ګارنېزیون د عمومي قوماندانۍ سرپرست تېره ورځ وویل چې پهدغه ښار کې د غیر قانوني وسلو او هم د بېاسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو د ګرځېدو پر ضد کمپاین ښې لاسته راوړنې لري.
جنرال افضل امان تېره شپه پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل، پهدغه کمپاین کې لسګونه میله غیر قانوني وسلې یې راټولې کړي او ډېری بېاسناد موټر یې درولي دي.
تر دې وړاندې افغان حکومت د بېاسناده او تورو ښیښو لرونکو موټرو او غیر قانوني وسلو د مخنیوي په هدف ورته هڅې کړې وې چې مثبته پایلهیې نهدرلوده.