د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۲

کابل ګارنیزون: کابل کې شته غیرې مسؤله وسله‎وال په مسؤلو بدلوو


کابل ښار، چېرې د ترهګرۍ د پېښو سربېره په وروستیو کې وسله‎والې غلاوې، وژنې، تښتونې او نورې جنايي پېښې زیاتې شوي دي.

امنیتي ادارې او عام ښاریان د دې پېښو پړه په دې ښار کې پر شتو غیرې قانوني وسله‎والو اچوي، خو دا غېرې قانوني وسله‎وال څوک دي؟

کابل د افغانستان یو ګڼ مېشتی ښار او پلازمېنه ده، دغلته د میلیونو عامو ښاریانو سربېره ګڼ لوړ پوړي دولتي چارواکي او مهم شخصیتونه اوسېږي چې له ځانونه سره ساتونکي او وسلې لري.

اوس امنیتي ادارو ته د دومره ډېرو ساتونکو او وسلو ترمنځ د قانوني او غېرې قانوني وسلو، وسله‎والو په ګوته کول اسان کار نه‎دی.

خو د کابل د ګارنیزون قوماندان جنرال افضل امان وايي، د ملي امنیت د شورا د یوې وروستۍ پریکړې له مخې هغه کمپاین پیلوي چې له مخې یې په کابل کې شته غیرې مسؤله وسله‎وال په مسؤلو وسله‎والو بدل کړي.

د کابل د ګارنیزون قوماندان جنرال افضل امان
د کابل د ګارنیزون قوماندان جنرال افضل امان

ښاغلی امان وايي:

"هغه غېرې مسؤل او غیرې قانوني وسله‎وال چې په کابل ښار کې ګرځي، موږ په دې ښار کې یو عملیاتي کمپاین پیلوو، له همدې کبله غواړو دې غیرې مسؤلو کسانو ته ووایو چې په مسؤلو کسانو ځانونه بدل کړي. خپلې وسلې دې راجسټر کې او خپل افراد دې بایومټریک کړي. څو وکولی شو چې په کابل ښار کې له خلکو سره شته وسلې قانوني کړو."

د کابل د ګارنیزون قوماندان جنرال افضل امان همدارنګه ټینګار وکړ چې په کابل ښار کې هېڅوک د ټاکلي طرزعمل سره سم د درنو وسلو لکه راکټ او نیمه درنو وسلو لکه پیکا د ګرځولو حق نه‎لري.

کابل ګارنیزون یوه ابلاغیه هم خپره کړې او په هغې کې یې ټینګار کړی چې هغه کسان چې وسلې ورسره دي، باید د کورنیو چارو د وزارت د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د ریاست څخه د وسلې ګرځولو قانوني جواز ولري.

دوی په کابل کې له ګرځېدونکو هغو کسانو څخه چې وسلې ورسره دي «او عموماً لوړ پوړي دولتي چارواکي، د ملي شورا استازي او نور مهم شخصیتونه دي» غوښتي دي چې د غیرې قانوني وسلو پر ضد د مبارزې د کمپاین پر مهال دې په کابل ښار کې چک پواینټونو ته د تم کېدو قانون مراعت او د خپلو وسلو اسناد دې مؤظفینو ته وښيي.

کابل ګارنیزون وايي، نن چهارشنبې په کابل کې ښار کې د غیرې قانونې وسلو د مخنیوي کمپاین پیلوي.

د کابل ګارنیزون همدارنګه پر دې هم ټینګار کړی چې پر غیرې قانوني وسلو سربېره هېڅوک د قانوني اسنادو پرته د زغره‎والو او یا د تورو ښیښو د لرونکو موټرو د ګرځولو حق هم نه‎لري.

جنرال افضل امان ازادي راډیو ته وویل چې وسله لرونکي یا د دوی ساتونکي که له نظامي تشکیلاتو بهر وي، نه‎شي کولی چې د افغانستان د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت له یونیفورم استفاده وکړي.

ګارنیزون: د قانوني اسنادو پرته د زغره‎والو او یا د تورو ښیښو د لرونکو موټرو د ګرځولو حق هم نه‎لري.
ګارنیزون: د قانوني اسنادو پرته د زغره‎والو او یا د تورو ښیښو د لرونکو موټرو د ګرځولو حق هم نه‎لري.

همدارنګه کابل ګارنیزون پر وسله لرونکو او د هغو پر ساتونکو ټینګار کړی چې له ځان سره دې تر معمول زیات تجهیزات لکه ځولنې، لاسي بمونه، سپرې نه ګرځوي او په ښار او واټونو کې د ترافیکو، پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو په چارو کې مداخله هم نه‎کوي.

د کابل ګارنیزون له هغو مهمو شخصیتونو چې وسلې او ساتونکي لري غوښتي چې په غیرې رسمي وخت او یا رخصتیو کې دې خپلو ساتونکو ته اجازه نه ورکوي چې په ښار کې له وسلو سره وګرځي.

د کابل د ګارنیزون قوماندان جنرال افضل امان د دې کمپاین تر پیلیدو مخکې د تېرې جمعې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و:

کابلي: د تورو ښیښو لرونکو موټرونو دې ښیښې دې پاکې شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:01 0:00

"تقریباً دوه کاله کېږي چې هر چا ټوپک اخېستی او په بې مسؤلیته توګه خلک تهدیدوي. له دې وروسته به له یوې مرجعه څخه د وسلو ګرځولو جواز ویشل کېږي او که څوک دا جواز ونه‎لري او وسله ورسره وي، هغه سره به د غیرې قانوني وسله‎وال په توګه قانوني چلند کېږي."

کابل ګارنیزون او نورې امنیتي ادارې وايي، ژمنې دي چې په کابل ښار کې به د غیرې قانوني وسلو او غیرې قانوي موټرو د ګرځېدو مخه نیسي، خو دا چې وسلې ساتونکي، زغروال او د تورو ښیښو موټر تر ډېره د لوړو پوړو حکومتي چارواکو، د ملي شورا د غړیو او مهمو سیاسي اشخاصو او په ډېرو مواردو کې د زورواکو سره دي، نو دا لا څرګنده نه‎ده چې د کابل امنیتي ادارې به څومره د دې اشخاصو په وړاندې ودریدای شي.

یو شی چې څرګند دی هغه دا دی چې تر دې د مخه په دې برخه کې د کابل د پولیسو او نورو امنیتي ادارو هڅو د پام وړ پایلې نه درلودې.

XS
SM
MD
LG