د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۶

مسکو له شمالي کوریا سره د امریکا د خبرو د وړانديز هرکلی وکړ


مسکو له شمالي کوریا سره د امریکا د خبرو د وړانديز هرکلی وکړ او دا یې د پيونګ يانګ د اټمي وسلو د پروګرام پر سر ترينګلي وضعيت ته رغنده او یوازنۍ سمه لاره وبلله.

روسیه وايي، د امریکا د نوي وړانديز هرکلی کوي چې له مخې به یې دا هېواد له شمالي کوریا سره پرته له مخکنیو شرايطو، خبرو ته چمتو وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ویلي چې هېواد يې له شمالي کوریا سره خبرو ته چمتو دی.

دا د امریکا په مخکنۍ پالیسۍ کې تغير ښيي چې غوښتل يې پيونګ يانګ باید د مذاکراتو لپاره له خپل اټمي پروګرامه لاس واخلي.

د روسیې انټرفکس خبري اژانس د بهرنیو چارو د مرستيال وزیر سرګي ريابکوف له قوله لیکلي چې مسکو د دې وړانديز هرکلی کوي او دا له شمالي کوریا سره ترینګلي وضعيت ته د حل يوازنۍ سمه لاره ده.

خو په خپل بيان کې ريابکوف زیاته کړې چې روسیه غواړي، د داسې بیانونو پر لور عملي ګامونه وویني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزير رکس ټېلرسن د سې شنبې په ورځ وويل چې دا به پر حقیقت ولاړه خبره نه وي چې له پيونګ یانګ څخه تمه وکړو چې د مذاکراتو مېز ته د راتګ لپاره دې له هغو وسلو لاس واخلي چې ورباندې يې دومره پانګونه کړې ده.

ده وويل چې واشنګټن په اټمي وسلو سمباله شمالي کوریا نشي زغملای، خو چې اټمي تجربې ونه کړي، نو به امریکا ورسره خبرو ته هر مهال چې دوی وغواړي، اماده وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

رکس ټېلرسن په واشنګټن کې د اتلانتيک شورا د غونډې پر مهال په خبرو کې وويل:

"د شمالي کوریا په اړه زموږ پاليسي روښانه ده او هغه دا ده چې د کوریا ټاپووزمه له اټمي وسلو پاکه شي، دا په سیمه کې د ټولو پالیسي ده، دا د چين او روسیې پالیسي هم ده."

روسیې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا د شمالي کوريا پر وړاندې د ګڼ شمېر بنديزونو ملاتړ کړی، خو پر امریکا او جنوبي کوریا يې تور پورې کړی چې په پوځي تمرينونو سره پيونګ يانګ پاروي.

ريابکوف د روسیې له خوا د مذاکراتو وړانديز تکرار کړی او ويلي يې دي چې خبرو ته اړتيا ده او باید په همدې حال کې د پوځي تمرینونو مخه ونيول شي، څو پيونګ يانګ د تهديد احساس ونه کړي.

روسیه تر چين پر شمالي کوریا لږ اغېز لري، خو له پيونګ يانګ سره يې د امریکا په پرتله اړيکې ښې دي. د شوروي اتحاد په وختونو کې مسکو له شمالي کوریا سره مرستې هم کولې.

انټرفکس په شمالي کوریا کې د روسیې د سفارت د يوې وياندې له قوله لیکلي چې د روسیې يو دفاعي پلاوی د سې شنبې په ورځ پيونګ يانګ ته تللی او د شنبې تر ورځې به هلته وي.

وياندې يوليا شيويليوفا وويل چې دې د دغه پلاوي د سفر د هدف په اړه نور جزیات نه دي تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG