د افغانستان سولې عالي شورا وايي، له وسلهوالو طالبانو سره د سولې خبرو لپاره له وړاندې هېڅ ډول شرطونه نهلري.
کندهار دا ځل د ملي یووالي د حکومت د ملاتړ د یوې لویې غونډې کوربه و.
په دغه غونډه کې چې له کابل څخه د سولې عالي شورا پلاوي هم پهکې ګډون کړی و.
دې غونډه کې له طالبانو وغوښتل شول چې د سولې خبرو لپاره له هر ډول لومړنیو شرطونو تېر شي.
د سولې عالي شورا غړي قاضي حبیبالله پوځي چې د دې شورا په استازیتوب يې خبرې کولې وویل چې حکومت هم د سولې خبرو لپاره هېڅ ډول پېش شرطونه نهلري.
دی وايي:
"د افغانستان حکومت د سولې د مذاکراتو د پیلولو لپاره هېڅ پېش شرط نهلري، بلکې بېله کوم قېد او شرط څخه د طالبانو سره مذاکرات پیل کړي او همدا شان توقع لري چې طالبان هم کوم شرط وړاندې نهکړي."
په ورته وخت کې د غونډې نورو برخهوالو د ملي یووالي له حکومت څخه د ملاتړ د ټينګار تر څنګ یو شمېر ګاونډي هېوادونه په دې تورن کړل چې غواړي د ځينو کړیو په مټ د حکومت لاسته راوړنې پیکه کړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د یوه پريکړهليک په خپرولو سره له طالب وسلهوالو غوښتنه وشوه چې د سولې لپاره د دوی په خوښه هر ډول مېکانېزم ته چمتو دي او افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره ټولې لارې پرانېستې پرېښې دي.
راپور : محمد صادق رښتینی