د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د یمن صنعا کې خلکو د هوايي حملو له امله د کورونو تاکاویو کې شپه سهار کړه


د جګړه ځپلي یمن د پلازمېنې اوسېدونکي له یوې خوا د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف د بمباریو او له بلې‌خوا د سیالو ډلو ترمنځ د نښتو له وېرې له خپلو کورونو نه‎شي راوتلی.

تېره شپه په داسې حال کې چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د یمن په پلازمېنه صنعا کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو بمباري کوله ډېري خلکو شپه د کورونو په تاکاویو کې سهار کړه.

په صنعا کې د کډوالو لپاره د ناروې شورا په نوم د خیریه ټولنې یوې غړې سوزي وان میګان «Suze van Meegen» نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» وویل چې د تشدد د پېښو له کبله د بشري مرستو عملیات په بشپړ ډول ځنډېدلي او د مرستندویو ټولنو کارکوونکي په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.

مېرمن میګان وايي، په صنعا کې اوس‌مهال هېڅ‌څوک خوندي نه‎دي او زیاتوي چې د درنو توپونو غږونه اورېدل کېږي او د دوی د خوندیتوب لپاره هېڅ ضمانت هم نه‌شته.

په صنعا کې د ایران پلویو ملېشو او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته د وفادارو ځواکونو ترمنځ له تېرې اوونۍ راهیسې درنې جګړې پیل شوي.

دا نښتې ښيي چې د دې دوو ډلو ترمنځ ائتلاف خورا حساس دی او هره شېبه ماتېدای شي.

دې دوو ډلو د هغه حکومت پر ضد چې نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی او د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف په وړاندې لاس یو کړی.

د دې ائتلاف له ماتېدو سره سم د سعودي په مشرۍ ائتلاف د صالح په پلوي د حوثي یاغیانو پر مرکزونو بمبارۍ زیاتې کړي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې "ICRC" یوه سیمه‎ییز مشر رابرټ مردیني پر خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د ښار په منځ کې بمبارۍ او د درنو توپونو ډزې روانې دي، یمنیان له وېرې له خپلو کورونو نه‎شي راوتلی او د څښاک اوبو، صحي خدماتو، خوړو او د سونګ موادو ته لاسرسی په کمېدو دی.

د ایران د پلوي حوثي او نورو هغو ډلو وسله‎والو چې له صالح سره‌یې لاس یو کړی، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پلازمېنه صنعا ونیوله، خو حوثیانو د پلازمېنې په شمال او صالح ته وفادارو ځواکونو په جنوب کې ځای ونیو او ځکه نو جګړې اوس د ښار په سیاسي حوزه کې چې د وزیرانو کورونه او سفارتونه په‎کې دي، متمرکزې دي او د ښار د ملکي اوسېدونکو اړیکې له بهر سره پرې شوي.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف د ۲۰۱۵ له مارچ میاشتې راهیسې د حوثي یاغیانو پر ضد هوايي حملې پیل کړي او وروسته‌یې هلته ځمکني عملیات هم پیل کړل.

دې بې‌ګټې جګړې تر ‎اوسه له ۱۰ زرو زیات ملکي وګړي وژلي او درې میلیونه خلک‌یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

یمن چې پخوا هم د عربي نړۍ له خورا بې‎وزلو هېوادونو و، اوس د قحطۍ پر څنډه ولاړ او د وبا له ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دی.

XS
SM
MD
LG