د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس د کندهار ناستې ته په اشارې سره له سیاسي مشرانو وغوښتل چې د شخصي ګټو لپاره دې نظام نه ننګوي.
د دغه جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وايي، د کندهار په ناسته کې شخصي غوښتنې مطرح شوې دي.
ښاغلي مسلمیار د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي ناسته کې وویل، سیاسي مشران او د حکومت اپوزسیون باید د خپلو شخصي ګټو لپاره نظام ونه ننګوي.
ښاغلي مسلمیار وویل:
"د کندهار ناستې خلکو ته ښه تصویر نه درلود، تر ډېره پکې بحثونه پر شخصي ګټو ورټول وو، موږ له سیاسیونو غواړو چې په راتلونکي کې له شخصي غوښتو، عقدو او کینو تېر شي. "
ولسمشر محمد اشرف غني هم د شنبې په ورځ وویل چې د بیان ازادۍ ته درنای لري، خو په دې شرط چې مسؤلانه وي.
که څه هم ښاغلي غني د کوم شخص او یا ډلې نوم وانه خيست، خو ښايي اشاره یې د کندهار غونډې ته وه.
د کندهار د غونډې اکثره وینا والو د ملي یووالي پر حکومت انتقادونه وکړل او ویې ویل چې هېواد د ناورین پر لور روان دی.
په دغه غونډه کې د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل، د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي، د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون، د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر، د ملي شورا په لسګونو نورو غړو او د کندهار یو شمېر خلکو ګډون کړی و.
له دې وړاندې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي هم د کندهار غونډه د اساسي قانون خلاف بللې وه.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه قدرت الله ځواک وايي، هغه کسان چې له قدرته لېرې شوي، د خپلو شخصي ګټو لپاره په داشان تبلیغاتو لاس پورې کوي.
ښاغلی ځواک وایي:
"په روانو شرائطو کې د افغانستان د ټولو قومونو او ولسونو غوښتنه دا ده چې سیاسیون دې دا شان څرګندونې نه کوي او له هغو فعالیتونو دې ډډه وکړي چې ولس د بې اعتمادۍ په لور بیايي. "
ښاغلی ځواک وايي، د سیاسيونو دا شان څرګندونې ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې زمینه برابروي.
راپور: محمد حدیث پردېس