د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۳

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه


د کابل ورځپاڼو نن د اسیا زړه استانبول پروسی د اوومې غونډې، د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د همکاریو د بېلابېلو تړونونو لاسلیک او د کندهار د غونډې په اړه د بېلابېلو اړخونو نظرونه راخيستي دي.

هیرټ آف ايشیا:

هیرټ آف ايشیا ورځپاڼې د اسیا زړه استانبول پروسې د اوومی غونډې پرېکړه لیک راخيستی او لیکلي یې دي چې په پرېکړه لیک کې د غونډې د ګډونوالو په حواله لیکل شوي چې دوی دا اړتیا درک کړې چې په افغانستان کې د امن او ټیکاو د ټینګښت لپاره پکار ده چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ باور او همکاري پیاوړې شي.

ورځپاڼې د اسیا زړه استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو د اوومی غونډې د پرېکړه لیک یوه برخه راخيستې چې وایي:

"مونږ موافقه وکړه چې د افغانستان او د هغه د نېږدې او لېرې ګاونډیانو ترمنځ د دوامدار او ګټور ډیالوګ په پروسه کې په فعاله توګه برخه واخلو."

ورځپاڼه لیکي چې د ترورېزم په خلاف جګړه د غونډې تر ټولو مهم لومړیتوب و او د غونډې برخه والو ژمنه وکړه چې د سیمه ییزې همکارۍ او یووالي له لارې به د ترورېستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره کار وکړي.

د غونډې په پرېکړه لیک کې د ترورېستي ډلو د پټنځایونو په له منځه وړلو هم ټینګار شوی او د استانبول په پروسه کې شاملو هېوادونو ته سپارښتنه شوې چې د خپلو پالیسیو په رڼا کې دې د ترورېستي ډلو په وړاندی اقدام وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په باکو کې د اسیا زړه د استانبول پروسې د اوومی غونډې په څنډه کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پنځو تړونونو لاسلیک ته په اشارې لیکلي چې دغه تړونونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو یو نوی باب پرانېزي.

ورځپاڼې وړاندې د ولسمشر اشرف غني په حواله لیکلي چې اذربایجان د افغانستان یو مسؤل شریک دی او د لاجوردو د لارې په پرانېستلو سره به منځنۍ اسیا او اروپا ته د افغانستان لاس رسی زیات شي.

ورځپاڼې په دې اړه د اذربایجان د ولسمشر د څرګندونو یوه برخه هم راخيستې او د ده په حواله یې لیکلي چې موږ دوه دوست، همکار او شریک هېوادونه یوو او په نړیوالو سازمانونو کې له یو بل نه ملاتړ کوو.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د همکاریو د تړونونو لاسلیک ته په اشارې لیکلي چې دا تړونونه د اقتصاد، سوداګرۍ، د متقابلې پانګونې هڅونی، امنیت، د قانون تنفیذ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي ټرانسپورټ د خدماتو بیا پیل او لوړو زده کړو په برخو کې لاسلیک شوي دي.

ورځپاڼه لیکي چې دا تړونونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو یو نوی باب پرانیزي چې له مخی به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخه کړي.

د ورځپاڼو د بحث بله مهمه مسئله د کندهار غونډه ده چې پکې د غونډې د ګډونوالو او د دوی په وړاندې د ځینو کړیو غبرګونونه راخيستي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د کندهار د غونډې د ګډونوالو په حواله لیکلي چې د افغانستان امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالت له سخت بحران سره مخامخ دی.

ورځپاڼه لیکي چې د غونډی ګډونوال په هېواد کې موجود د دغه بحران لپاره د ملي وحدت حکومت ګرم بولي او وایي چې دا بحران ورځ تر بلی زیاتېږي.

ورځپاڼې دې بحث ته په خپله سرلیکنه کې هم دوام ورکړی او لیکلي یې دي چې له ډېره وخته د حکومت او د حکومت د سیاسي مخالفینو ترمنځ دا اختلاف موجود دی چې د حکومت سیاسي مخالفین موجوده حالات بحراني بولي، خو حکومت بیا وایي چې هر څه ښه دي.

ورځپاڼه لیکي چې له سیاسي اپوزسیون سره د حکومت تقابل د حل لاره نه ده، بلکې حکومت ته پکار ده چې موجوده حقایق ومني او حل لارې ورته پیدا کړي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د کندهار غونډې ته ځانګړی کړی او لیکلي یې دي چې د غونډې ګډونوالو حکومت ته دوه میاشتی وخت ورکړ چې د دوی غوښتنې ومني.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې د غونډې په پای کې یو پنځه ماده ییز پرېکړه لیک خپور شو چې پکې یوه اساسي غوښتنه د انتخاباتو د کمېسيونونو د چارواکو بدلول دي چې باید د دوو میاشتو په موده کې ترسره شي.

ورځپاڼې وړاندې د غونډې په اړه د بېلابېلو اړخونو نظرونه هم راخيستي او لیکلي یې دي چې ځیني کسان د غونډې پلوي کوي، خو ځیني نور یې بیا د حکومت او نظام د کمزوري کولو یوه هڅه بولي.

XS
SM
MD
LG