د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۳

د لوګر د ازرې اوسیدونکي وايي، سیمه کې يې د زده کړو بهیر له ستونزو ډک دی


د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې په نږدې سیمو کې يې ښوونځي نشته او زده کوونکي تر ښوونيځو په اوږدو مزلونه کوي.

دوی زیاتوي، د مسلکي ښوونکو د نشتون تر څنګ هلته د زده کړو بهیر دومره کمزوری دی چې په ورورستیو دوو کلونو کې د ازرې کوم فارغ د کانکور په ازموینو کې پوهنتون ته نه‎دی بریالی شوی.

د ازرې اوسیدونکي نا امني هم د زده کړو د بهیر پر وړاندې یوه بله ستونزه ګڼي او وايي چې له همدې کبله ښوونځي يې په ورځو، ورځو تړلي وي.

د ازرې د اکبر خېلو د کلي اوسیدونکی روح الله د ازادي راډیو مشال څانګې ته د زده کړو د بهیر همدا ستونزې یادوي:

"دا دوه کاله کېږي چې زموږ یو زده کوونکی د کانکور ازموینې له لارې پوهنتون ته نه‎دی بریالی شوی، ازره چې ډېره لېرې پرته ولسوالي ده، زموږ راتلونکی له اوسه خرابه ده ځکه ازرې ته ټولې لارې بندې دي، زموږ ځوانان به همداسې له تعلیمه پاتې وي، د ځاځي اریوب د غره له لمنې زده کوونکي راځي د ازرې په مرکزي لېسه کې زده کړې کوي، بیا په ښوونځیو د لوی غر له څوکې طالبان مزائیل راشړي، دوه ورځې مکتب وي او لس ورځې نه وي، د شاګردانو ټول وخت په همدې کې ضایع کېږي."

د ازرې یو بل تن اوسیدونکی عمران سمسور وايي چې په هغه سیمه کې دې ښوونځي ډېر شي.

نوموړی زیاتوي:

"په ازره کې د پوهنې د بهیر ډېرې ستونزې دي، د خلکو ډیریو سیمو ښوونځي ډېر لیرې دي، ښوونځي کم دي، باید ښوونځي زیات شي چې زموږ ماشومان او ځوانان ورته رسیده ګي وکړي، موږ حتی دوولس پاسان نلرو چې د پوهنتون د کانکور په ازموینو کې برخه واخلي."

بل لوري ته د لوګر د ولایتي شورا غړی ډاکټر عبدالولي وکیل چې د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په یاده سیمه کې یادې شوې ستونزې مني او زیاتوي که حکومت ازرې ته پاملرنه وکړي، نو د پوهنې سره د خلکو لیوالتیا ته په کتو باور لري چې هلته به معارف ښه وغوړیږي.

ده وویل، د یادې ولسوالۍ لس ښوونځي داسې سیمو کې دي چې ځینې وختونه يې نږدې جګړې پيښیږي او هلته ښوونیز بهیر اغېزمن ګرځي.

د لوګر د ولایتي شورا غړی ډاکټر عبدالولي وکیل
د لوګر د ولایتي شورا غړی ډاکټر عبدالولي وکیل

ده وویل، ولسمشر محمداشرف غني د ازرې د پوهنې د بهیر د ښه کولو لپاره د کال په نیمايي کې څه باندې څلور میلیونه امریکايي ډالر منظور کړي چې تمه ده په دې پیسو به په نوي کال کې یو شمېر ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شي.

بل لوري ته د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وايي چې یاده اداره په ازره کې ۳۲ بابه ښوونیز مرکزونه او ښوونځي لري چې په کې خواشا ۶ زره زده کوونکي چې دونیم زرو پورې يې نجونې دي زده کړې کوي چې د تدریس چارې يې ۲۲۰ تنو ښوونکو له خوا پرمخ بیول کیږي.

شاپور عرب وايي چې په ازره کې ټول ښوونځي پرانیستي دي او نجونې، هلکان ښوونځیو ته ځي.

نوموړی وړاندې وايي:

"د مسلکي ښوونکو دستونزو د حلولو لپاره مو هم هلته د دارالمعلمین یوه څانګه فعاله کړې ده، په راتلونکو کلونو کې به د نورو سیمو په څېر په ازره کې هم د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي. "

د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي چې د روان ښوونیز کال له پیل دمخه يې د نوی ښوونیز نصاب کتابونه هم یادې ولسوالۍ ته لیږدولي دي، او په پام کې لري، نوي کال کې په یاده ولسوالۍ کې لسو ښوونځیو ته پخې او مجهزې ودانۍ جوړې شي.

د افغانستان د پوهنې په چوکاټ کې د خیالي ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکوستونزه داسې ده چې کتونکو يې په اړه خپلې انديښنې په ډاګه کړي دي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG