د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

ارګ: هره غونډه چې د هېواد او حکومت په ګټه وي ورسره مخالفت نه‌لرو


افغان حکومت د کندهار ناستې ته په اشار وايي، هغه غونډې چې له اساسې قانون سره په ټکر کې نه وي، د هېواد او حکومت په ګټه وي او له ستونزو څخه د وتلو په حل لارو په کې خبرې وشي حکومت ورسره مخالفت نه لري.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال لېندۍ۰۹» په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سیمې د هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د حکومت خلاف سیاسي غونډې زیاتې دي او دا د ډیموکراسۍ یو اصل دی چې افغان حکومت ورته ژمن دی.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"د کندهار د ناستې په اړه مو چې وویل، هره ناسته چې د افغانستان د ملي ګټو او د اساسي قانون په چوکاټ کې وي او له ستونزو څخه په وتلو کې مرسته وکړي، کولای شي دا ډول غونډې د افغانستان لپاره ګټورې او جوړونکي وي."

ټاکل شوې په کندهار کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو، مخالفو سیاسي ګوندونو او د ملي شورا د یو شمېر غړیو له لوري ظاهراً له روانو امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزو څخه د وتلو په هدف درې ورځنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ جوړه شي.

خو له کندهاره د ازادي راډیو خبریال وایي چې تر اوسه دا غونډه نه ده پیل شوې.

که څه هم د دې غونډې اصلي اجنډا تر اوسه نه ده څرګنده خو د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقی وايي، دوی هیله لري چې د کندهار غونډه له نظامه د ملاتړ په هدف جوړه شي نه د لویې جرګې د جوړولو د غوښتنې لپاره.

ځکه چې د ده په خبره اوس د لویې عنعنوي جرګې جوړېدل له اساسي قانونه خلاف عمل دی.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرې د کندهار غونډه د لویې جرګې غوښتنه یا د څوکیو د ترلاسه کولو او د شخصي ګټو په هدف وي دا موږ په کلکه ردوو، نه موږ بلکې ټول اولس يې ردوي، دا اولس اوس په دې پوهېږي چې په دې غونډه کې څومره پیسې مصرفیږي ایا دا پیسې د چا له خوا ورکول کېږي، دا داسې معنا لري چې یو شمېر بهرنۍ کړۍ غواړي په دغه ډول غونډو جوړولو حکومت سقوط او عامه افکار ګډوډ کړي."

تېره ورځ د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم د کندهار جوړېدونکې غونډه د افغان حکومت او ملت په زیان وګڼله او وېې ویل چې دغه غونډه د حکومت د کمزوري کولو او د هېواد د مېشتو قومونو ترمنځ د اختلاف د رامنځته کولو، هڅه ده.

خو د ولسي جرګې دوهم مرستیال همایون همایون چې د کندهار د غونډې له جوړوونکو څخه دی ویلي چې دا غونډه روانو ستونزو ته د حل لارې د موندلو په هدف جوړېږي نه د اختلاف د زیاتولو لپاره.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG