د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

ولسي جرګه: په کندهار کې جوړېدونکې غونډه د خلکو او دولت په زیان ده


د افغانستان ولسي جرګه وايي، په کندهار ولایت کې د ځینو سیاسي مشرانو په ګډون د جرګې جوړېدل د خلکو او دولت په زیان ده.

د ولسي جرګې ځینو غړیو د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ۰۸» د جرګې په عمومي غونډه کې، د کندهار جوړېدونکې غونډه د حکومت د کمزوري کولو او د هېواد د مېشتو قومونو ترمنځ د اختلاف د رامنځته کولو، هڅه وبلله.

دوی وویل، د ملي یووالي حکومت سره له دې چې له سختو امنیتي او اقتصادي ستونزو، د اداري فساد د شتون او د قانون د حاکمیت له کمزورۍ سره مخ دی، خو موجودیت یې له دې ښه دی چې د دسیسو ښکار او ړنګ کړای شي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د کندهار پر جوړېدونکې غونډې، د ګڼو وکیلانو له انتقادونو وروسته وویل:

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

"د عنعنوي لویې جرګې ترنامه لاندې چې دغه جرګه، له هره ادرسه جوړېږي په څرګنده توګه د افغانستان د اساسي قانون خلاف ده، د افغانستان اوسنيو شرایطو ته په کتو، ټولو سیاسي جریانونو او د افغانستان ستر ملت د ملي ګټو په پام کې نیولو سره، د ملي یووالي حکومت قبول کړ، باید د ملي شورا له اخوا ټول ملت له دغه نظام سره همکاري وکړي."

د افغانستان په اکثرو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې راغلي چې له روانو امنیتي، سیاسي او اقتصادي ناخوالو څخه د وتو په مقصد په کندهار ښار کې د دولت د مخالفو سیاسي ګوندونو د مشرانو، منتقدینو او د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت د ځینو لوړ پوړو چارواکو په ګډون یوه ستره درې ورځنۍ غونډه جوړېږي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې له څه مودې راهیسې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په ګډون، د دولت د مخالفو سیاسي ګوندونو ځینو مشرانو، د پخواني حکومت یو شمېر وزیرانو او د ملي یووالي د حکومت منتقدینو، د دوی په خبره له روان وضعیت څخه د وتلو په نامه، د دودیزې لویې جرګې پر رابللو ټینګار کړی دی.

ټولنیزو شبکو او ځینو رسنیو لیکلي چې د کندهار په دغې غونډه کې به د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داود زی، د بلخ والي عطا محمد نور، د ولسي جرګې پخوانی رئیس محمد یونس قانوني، د اوسنۍ ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون، د جرګې اوسني غړي لکه محمد نعیم حمیدزی لالی، عبدالرحیم ایوبي، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو ځینې مشران ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغو کسانو تر اوسه د کندهار په غونډه کې د ځانونو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون چې په دغه غونډه کې د ګډون په نیت کندهار ښار ته رسېدلی، د ټلیفون پر لیکه يې ازادي راډیو ته وویل، د کندهار غونډه د هېواد د بېلابېلو قومونو ترمنځ د لا یووالي په خاطر تر راتلونکو دوو ورځو پورې جوړېږي:

همایون همایون
همایون همایون

"په حقیقت کې د افغانستان ولس له لوی بحران سره مخامخ دی او هغه داچې د حکومت لخوا د ولسو په منځ کې د تفرقې اچول دي، کوم وکیلان، سیاستوال، د کندهار ولس او دیني علماء دا غونډه د دې لپاره کوي چې د خلکو د یووالي مسئله له کندهاره پیل کړو، پر دغو موضوعګانو به بحث کړو او یوې نتیجې ته به ورسېږو."

ښاغلي همایون وویل، د غونډې په پای کې به د غونډې پرېکړه لیک دولت ته وړاندې شي چې عمل پرې وکړي او که پام ورته ونه شي، له دې څخه به نورې سترې غونډې هم جوړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکو تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د جرګو جوړولو ته هېڅ ضرورت نشته، حکومت په خپلو چارو کې بریالی او خپله قانوني دوره به په ښه توګه پای ته ورسوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG