د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

کتاب پلورنکي: پښتو کتابونه وپېرئ، PDF یې مه غواړئ!


په دې ووستیو کې په لر و بر کې یو شمېر لیکوالو، شاعرانو، د خپرندویو ټولنو مشرانو او کتابپلورونکیو پر ټولنیزو رسنیو د کتابونو په PDF بڼه د پورته کولو پرخلاف کمپاین پیل کړی، لیکنې یې کړي او د کتاب له مینه‎والو یې غوښتي چې پر ویب‎سایټونو او ټولنیزو رسنیو دې په PDF بڼه کتابونه نه خپروي.

د دغو خلکو په خبره، دا کمپاین یې د دې لپاره پیل کړی چې په دې وروستیو کې ځینې کسان آن لیکوال او شاعران پښتو کتابونه پر ویب‎سایټونو په PDF بڼه خپروي چې له امله یې د کتاب بازار ته زیان رسېدلی او خپرندویې ټولنې او کتابپلورونکي یې له اقتصادي او یو لړ نورو ستونزو سره مخ کړي.

په دې لړ کې د خپرندویو ټولنو مشرانو او کتابپلورونکیو پر فیسبوک لیکنې کړي، د کتاب د بازار خرابېدو بېلګې یې وړاندې کړي او له لوستونکیو او د کتابونو له مینه‎والو یې هیله کړې چې د کتاب او مطالعې د ودې او ددې کلتور د عامېدو په لړ کې دې ورسره مرسته وکړي.

د دانش خپرندویې ټولنې مشر اسد دانش چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې یې زرګونه پښتو کتابونه خپاره کړي او دا لړۍ لا روانه ده، هم له دې ستونزې سر ټکوي.

نوموړي پر خپلې فیسبوک‎پاڼې له پښتنو د ګیلې په ډول په پېښور کې د یوه ستر کتابپلورنځي "سعید بک بینک" د بندېدو کیسه کړې چې څه موده مخکې یې د پښتنو د بې غورۍ له امله په پېښور کې یې خپله دغه ستره څانګه وتړله او اسلام‎اباد ته وکوچېد.

اسد دانش په همدې لړ کې د ګاوڼدیو هېوادونو پاکستان او ایران یادونه هم کوي او په خبره یې:

"ایرانیانو او پاکستانیانو کې د مطالعې دود ډېر دی، همدا لامل دی چې یو نوی اثر زرګونه ټوکه چاپ او بازار ته راشي، نو په اوونیو کې دننه خرڅ شي، خو دلته بیا خبره برعکس ده. پښتانه له کتاب او مطالعې سره مینه نه‎لري، کتاب نه پېري. همدا وجه ده چې موږ کله یو مهم اثر یوازې ۱۰۰۰ ټوکه چاپ، کړو نو په کلونو کلونو پروت وي."

د دانش خپرندویې ټولنې مشر اسد دانش
د دانش خپرندویې ټولنې مشر اسد دانش

ښاغلی دانش له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر ویب‎سایټونو د پښتو نویو چاپ شویو کتابونو د خپرولو له امله خپګان وښود او ویې ویل:

"موږ بار بار ویلي دي چې دغه کار د کتاب په بازار بندې بد اغېز کړی دی، دا ښه کار نه‎دی، خو جالبه دا ده چې ځینې خلک فکر کوي چې دوی دا کار په ښه نیت کوي، حال دا چې په دې ډول نه چاته کتاب رسېږي، نه یې څوک لولي او بد اغېز یې دا دی چې د کتاب مارکېټ هم خرابوي."

د ښاغلي دانش په خبره، پر وېب‎سایټونو په PDF بڼه د کتاب د پورته کولو مخالف نه‎دی خو زیاتوي، که دغه خلک د خپرندویو ټولنو او پښتني کتابپلورونکیو ملا نه‎شي ورتړلی، نو لږ تر لږه هغه کتابونه دې پورته کړي چې څو کاله مخکې خپاره شوي وي، په بازار کې نایابه وي څو خلک ترې ګټه واخلي.

اسلام‎اباد مېشتی لیکوال او شاعر راشد خټک بیا په PDF بڼه د کتاب د غوښتلو دود غندي او په دې لړ کې د اروپا او امریکا بېلګې وړاندې کوي او وايي، که نوي کتابونه پهPDF بڼه خپرېدل ښه دود وای او لوستونکو ترې ګټه پورته کولای شوای، نو اروپا او امریکا کې به کتابونه نه چاپېدل، بلکې یوازې په PDF بڼه به خپرېدل.

ښاغلی خټک وايي:

"موږ خو هسې هم د کتاب لوستلو کلتور نه‎لرو، که څوک یې لولي، هغوی ته یې هم خلک ډالۍ کوي. ډېر ګټور کتابونه هم څوک په پېسو نه اخلي، بلکې هیله لري چې څوک یې ورته ډالۍ کړي. دغه د PDF دغه کار چې دی دا په ډېرو پرمختللیو هېوادونو کې هم نشته. هلته هم کتاب چاپېږي او په لکونو ټوکه چاپېږي، خلک یې اخلي او لولي یې. که دا داسې یو ښه شی وای نو هغوی به دا کتاب ورک کړی وای او دغه دا انلاین ورژن به یې و او ټولو خلکو به له دې استفاده کوله."

لیکوال او ژباړن میر احمد یاد چې تر دې دمه یې ګڼ شمېر مهم او تاریخي اثار پښتو ته ژباړلي هم په PDF بڼه د کتاب خپرولو مخالف ښکاري.

ښاغلی یاد همدغه دود ته په اشاره وايي:

"د کتابونو د ترجمې او د دې په چاپ باندې چې څومره انرژي مصرفېږي، دغه ملګري چې څوک د خدمت په نوم باندې دغه PDF پوسټ کوي او خلکو ته یې لېږي، هغوی نه‎دي خبر. بیا زموږ داسې ګرم بازار نه‎دی چې زموږ یو کتاب دې ۱۰ ـ ۱۵ ورځو کې حتی ۶ میاشتو کې خرڅ شي، نو ۱۰۰۰ کتابونو نه ۱۰۰ خرڅ شوي وي او یو په‎کې خلکPDF کړي او پورته کړي. نو دا ښه خبره نه‎ده، لږ تر لږه که موږ سره دا احساس چې دا خدمت دی، نو دا خدمت نه دی. د خدمت طریقه دا ده چې همدغه چاپ کتابونه د ۱۰ یا ۱۰۰ دانې واخلي او پر خپلو ملګرو او چم ګاونډ کې دې تقسیم کړي. دا د خدمت طریقه ده."

یاد ټینګار کوي چې که دغه لړۍ همداسې روانه وي، نو پښتو کې په د کتابونو د چاپ بازار لا پسې ټکنی شي او په خبره یې چې دا به د پښتني ټولنې ته ستر زیان وي:

دی وايي:

"همدا اوس موږ خپرندویو ټولنو ته وایو چې زموږ کتاب چاپ کړه، نو وايي کتاب نه خرڅېږي، نه یې چاپوو. نو چې زموږ کتاب نه چاپ کېږي، نو موږ مجبور یو چې کتاب بند کړو او چې کتاب موږ بند کړو نه کتابونه به راځي. ټولنې ته یې دا زیان دی چې موږ کتاب ترجمه نه کړو، خپرندوی یې چاپ نه‎کړي، نو لوستونکی به کتاب پیدا نه کړي او دغه پروسه چې لږه روانه شوې ده، ددې مخه به ونیول شي."

کابل مېشتی لیکوال او شاعر طاېر ځلاند بیا په دې باور دی چې که څه هم په پښتني ټولنه کې د کتاب خپرولو تاریخ مخینه لري، خو پښتانه د نورو قومونو په پرتله له کتاب او مطالعې سره ډېره علاقه نه‎لري.

ځلاند که څه هم دا چار د کتاب چاپونې او خپرونېد روان بهیر لپاره زیانمن بولي، ددې ترڅنګ له حقوقي پلوه هم د خلکو کتابونه له اجازې پرته په PDF بڼه خپرول غېر اخلاقي چار بولي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"په حقوقي لحاظ کله چې یو کتاب چاپېږي، پر هغه یو لېبل لګېدلی وي چې د دې کتاب ټول حقوق له خپرندویې ټولنې سره خوندي وي. په حقوقي لحاظ دا یوه سرغړونه ده، حتی که د کتاب لیکوال هم هم وکړي، ځکه چې پروټوکول له خپرندویې ټولنې سره داسې وي چې یوازې د هغه د خوښې او رضا مطابق به خپرېږي. دویم اړخ یې د کتاب بازار ته ستر زیان اړوي."

په جلال اباد کې د عمار کتابپلورځي څښتن، لیکوال او ژباړن ظاهر عمار هم له ورته ستونزې شکایت کوي.

ظاهر عمار له ازادي راډیو سره به خپرو کې ددغه ستونزې د حل لپاره د دوو لارو چارو خپلولو یادونه وکړه او ویې ویل:

" اکثره داسې شوي چې کتاب لا چاپ نه‎وي، خلک یې موږ نه د PDF غوښتنه کوي. دوه لارې دي، یوه لاره دا دې کوم ملګري دا کتاب په انلاین بڼه خپروي، ځینې بهر مېشتي دي او که هېواد کې دننه دي، نو کوم خلک چې هېواد کې دننه دي ښه خبره دا ده چې له کتابپلورنځیو نه یې ترلاسه کړي او بهر مېشتي ملګري دې کتاب د پوسټ له لارې وغواړي چې ورسره به نور کتابونه هم ور ولېږل شي چې دا چاره به دواړو «اخېستونکي او پلورونکي» ګټه ورسوي."

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په پېښور کې مېشت ډېری کتابپلورونکي هېواد ته ستانه شوي او په کابل، جلال‎اباد او نورو ولایتونو کې یې کتابپلورځي جوړ کړي، خو د دوی په وینا که د کتاب بازار همداشان خراب روان وي او پاملرنه ورته ونه شي، نو ښايي ډېری کتابپلورځي وتړل شي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG