د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۳

ولسي جرګې د سعودي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د پوځي ائتلاف هرکلی وکړ


د افغانستان ولسي جرګه له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د پوځي ائتلاف جوړېدل، ګټور ګڼي.

دغه جرګه د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي پوځي ائتلاف له جوړېدو د هرکلي په ترڅ کې، د ترورېزم په وړاندې د روانې مبارزې په برخه کې یې پر اغېزمن رول ټينګار کوي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۷» ازادي راډیو ته وویل، د دغه ستر اسلامي ائتلاف له لارې به په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې، د هغو ډلو او کړیو مخه ونیول شي چې د اسلام د مبارک دین د بدنامولو لپاره د اسلام ضد اعمال ترسره کوي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی

ښاغلي احمدزي وویل:

"زه د اسلامي هېوادونو د دغه نوي ائتلاف چې د جنګ او ترورېزم د ختمولو لپاره جوړ شوی، ستایم یې، ځکه دلته ځينې داسې ډلې شته چې د اسلام د مبارک دین له نوم ناوړه ګټه پورته کوي او غواړي چې په نړۍ کې اسلام بدنام کړي. په افغانستان کې هم داسې ډلې او کړۍ شته چې اسلام ضد اعمال ترسره کوي چې د دغه ائتلاف له لارې به‌یې مخه ونیول شي."

ښاغلی احمدزی وايي، دا چې په افغانستان کې ترورېستي ډلې د اسلام له نومه په استفادې سره خلک جنګ ته هڅوي، د اسلامي هېوادونو د دغه ګډ ائتلاف جوړېدل به د جګړې په وړاندې د خلکو ذهنیت هم بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د سعودي عربستان په مرکز ریاض کې د اسلامي پوځي ائتلاف په غونډه کې د ترورېزم ضد جګړې اعلان وشو او سعودي عربستان وویل چې د دې ائتلاف د مرکزي قوماندانۍ د جوړولو لپاره‌یې ۱۰۷ میلیونه امریکایي ډالره ورکړي دي.

سعودي عربستان وايي، د دغه ائتلاف د جوړولو هدف د کوم سني فرقوي بلاک جوړول نه‌دي، بلکې د غړو هېوادونو یوازنۍ دنده به دا وي چې له ترورېزم سره مبارزه وکړي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ویلي، د نړۍ له مخې به ترهګري ورکه کړي او ترهګرو ته به اجازه ورنه‌کړي چې د اسلام نوم بد کړي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان

په یاده غونډه کې د افغانستان په ګډون د ۴۱ اسلامي هېوادونو استازو برخه اخیستې وه، خو ایران، عراق، قطر او سوريې د سعودي په مشرۍ له څو عربي هېوادونو سره د ترینګلو اړیکو له امله، په دې غونډه کې ګډون نه‌و کړی.

د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف د دغه پوځي ائتلاف د پوځ قوماندان ټاکل شوی دی.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان وايي، تر کومه چې سعودي عربستان د ترورېزم د ملاتړ کوونکو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان سره د ترورېستي ځالو د ختمولو لپاره يوې هوکړې ته ونه‌رسېږي، د دې ائتلاف جوړېدل کومه ګټه نه‌لري.

له دې ډلې د پوځي چارو کارپوه کابل خان تدبیر وايي:

"که چېرته سعودي عربستان غواړي چې د ترورېزم سره رښتینې مبارزه وکړي، نو دوی دې لومړی د هغو هېوادونو په اړه چې له ترورېزم اغېزمن دي او یا هم د ترورېزم ملاتړ کوي، د هغوی په اړه خپل دریځ روښانه کړي، پاکستان يو له هغو هېوادونو دی چې له سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو يې مرستې ترلاسه کولې."

خو له دې ټولو سره سره د سیاسي چارو کارپوه قدرت‌الله ځواک بیا په دې باور دی چې په دا شان ائتلافونو کې د افغانستان ګډون او حضور ځکه مهم دی چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره خپل غږ پورته کړي او د افغانانو دغه درد باید نور پټ پاتې نه‌شي.

ښاغلی ځواک وايي، که افغان حکومت وتوانېږي چې د دغه ائتلاف د هېوادونو په ځانګړي ډول، د سعودي عربستان توجه دې ته واړوي چې موږ له پاکستانه ډېر متضرر يوو، نو سعودي عربستان به له خپل نفوذه په استفادې سره، په پاکستان فشار راوړي چې د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG