د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د زنداني ایراني‌الاصلې بریتانوۍ ښځې او یوه امریکايي ویډیوګانې خپرې شوي


د ایران دولتي ټلوېزیون د یوې ایراني‌الاصلې بریتانوۍ ښځې او یوه امریکايي ویډیوګانې خپرې کړي چې په هغه هېواد کې بندیان دي.

د ایران دولتي ټلوېزیون د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې د پرینسټون پوهنتون د دکتورا محصل شیو وانګ او ایراني‌الاصله بريتانوۍ نازنین زاغري رتکلیف په زندان کې دي.

د شیو وانګ ښځې او د زاغري خاوند د ایراني مقاماتو دا کار د امریکا او بریتانیا په چارواکو د فشار یوه لار وبلله.

امریکا په دې پرېکړه کوي چې د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي پروګرام په نتیجه کې په دغه هېواد لیرې شوي بندیزونه جاري وساتي یا یې له سره وضعه کړي او بریتانیا هم ښایي تهران ته د ۵۳۰ میلیونه ډالرو د ورکړې په سر پرېکړه وکړي.

په یوه وېډیو کې چې اسوشیټېډ پرس خپره کړې ښيي چې په لندن کې د نازنین زاغري رتکلیف پلویان راټول شوي او په ټیلیفون له هغې سره خبرې کوي.

ټول هغې ته وايي چې پسې خپه شوي او هغه هم چې په زندان کې شپې سبا کوي په ټولو پسې خپګان ښکاره کوي.

نازنین زاغري رتکلیف
نازنین زاغري رتکلیف

د نازنین خاوند ریچارډ رتکلیف وايي، ډېره د خوښۍ ورځ وه چې ټولو له نازنین سره په ټیلیفون خبرې وکړې.

نوموړی زیاتوي:

"دا واقعاً یوه ښکلې ورځ وه. پوهېږئ ډېر خلک راغلي وو. کورنۍ، ملګري او د هغې ناڅاپي زنګ موږ ټول حیران کړو. ډېر په زړه پورې و چې هغې له هغو ټولو خلکو سره خبرې وکړې چې ډېر زیات کمپاین‌یې ورته کړی و. واقعاً په زړه پورې شېبې وې."

نازنین زاغري رتکلیف د ایراني چارواکو له‎خوا د نظام د پرځولو لپاره په هڅو تورنه شوې وه او تازه تورونه هم پرې دا لګېدلي چې هغې د نظام پر ضد تبلیغ کړی دی.

چارواکو ویلي، په نازنین د تازه تورونو د سپینولو لپاره د ډسمبر په ۱۰مه هغه یو ځل بیا محاکمه کوي.

د ایران د دولتي ټلوېزیون د نومبر د ۲۶مې خپرونې همداراز په شیو وانګ څرخېدې چې د ۲۰۱۶ کال په اګسټ میاشت کې د قاجاریانو د دورې د تحقیق په خاطر په ایران کې نیول شوی و.

شیو وانګ د ایراني چارواکو له‎خوا په جاسوسۍ تورن شوی دی.

خو پرینسټون پوهنتون ویلي، وانګ یوازې د فارسي ژبې د زده‎کړې او د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ د لومړیو وختونو تاریخي اسنادو د څېړنې لپاره ایران ته تللی و.

پوهنتون ویلي، وانګ ایران ته تر سفر مخکې ایراني چارواکو ته واضح کړې وه چې هلته کتابتونونه او ارشیفونه ګوري.

د ایران ټلوېزیون ویلي، شیو وانګ هڅه کوله چې څلورنیم زره سندونه کاپي کړي او په بدل کې یې زرګونه ډالره پیسې ورکړي.

پرینسټون پوهنتون
پرینسټون پوهنتون

شیو په داسې حال کې په جاسوسۍ تورن شوی چې د امریکا کانګرس هم کم وخت لري څو پر ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون له مخې لیرې شوي بندیزونه لیرې وساتي یا یې بیا وضعه کړي.

نازنین زاغري رتکلیف هم چې بریتانوي‌الاصله ده په داسې حال کې د لګېدلو تورونو له مخې د ۱۶ کلونو بند له برخلیک سره مخ کېدونکې ده چې بریتانیا ښایي له اسلامي انقلاب مخکې په ۱۹۷۰کال کې د وسلو د پلور د یوه تړون په خاطر ایران ته د ۵۳۰ میلیونه ډالرو د ورکړې پرېکړه وکړي.

د بندیانو کورنۍ او د ایران د رژیم منتقدین وايي، د ایران تُندلاري، په خپلو راکړو ورکړو کې زندانیان د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره د وسیلې په توګه کاروي.

ملګرو ملتونو هم په سپټمبر کې وویل چې په ایران کې په هغو کسانو بندیزونه وضع کېږي او سختې پرې راځي چې دوه ګونی تابعیت ولري.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG