د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۳

د سوداګرۍ خونه: سوداګر او پانګوال حتی مرکز کابل کې د خوندیتوب احساس نه کوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، د سوداګرو د وژنو او اختطاف د پېښو د زیاتېدو له امله اندېېښمن دي.

دوی وايي، افغان سوداګر او پانګوال په لویو ښارونو، حتی په پایتخت کابل کې هم د خوندېتوب احساس نه کوي.

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له تېرو دوو میاشتو راهیسې له دوی سره د پانګوالو او سوداګرو د وژنو ، اختطاف او تهدید ۶۰ قضیې ثبت شوې دي.

د ښاغلي پسرلي په خبره، په ځینو مواردو کې سوداګر نه حاضرېږي چې خپلې قضیې ثبت کړي، که نه په خبره یې چې د دوی د وژنو او اختطاف پېښې تر دې هم زیاتې دي.

صیام الدین پسرلي
صیام الدین پسرلي

ښاغلي پسرلي وویل:

"له بده مرغه په افغانستان کې امنیتي وضعیت د خصوصي سکټور لپاره مناسب نه دی، ورځ تربلې د اختطاف، وژنو او تهدید کچه لوړېږي، په تېرو دوو میاشتو کې په ټول هېواد کې د خصوصي سکټور ۶۰غړي یا وژل شوي او یا برمته شوي دي. "

د دغې خونې د معلوماتو له مخې، د اختطاف یا وژنو ډېری پېښې په کابل، هرات، بلخ، کندهار، کندز او پکتیا ولایتونو کې دي.

له دې وړاندې یو شمېر پانګوالو د دوی پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکې نا امنۍ له کبله خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو، که حکومت یې امنیت تامین نه کړي، خپلې پانګې به له هېواده وباسي.

د نړیوال بانک د یوه راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې د پانګونې لپاره مناسب ځای نه دی او دلیل یې په هم دغه هېواد کې ناسم امنیتي وضعیت ښودل شوی.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د سوداګرو او د دوی د کورنیو لپاره د امنیتي تدابیرو په یوې طرحه کار روان دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې یوه نوې طرحه لري، د دې طرحې د تطبیق لپاره کشفي بنسټونو ته دنده سپارل شوې چې د سوداګرو د اوسېدو ځایونه تثبیت او د امنیت لپاره یې لاس په کار شي."

دری میاشتې وړاندې هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ورته اقداماتو او طرحې ویلي وو، خو سوداګر او پانګه وال وايي، دا طرحې تر اوسه نه دي عملي شوي.

له دې سره د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، دا طرحه ځکه ګټوره نه ده چې د سوداګرو شمېر زیات او د کورنیو چارو وزارت یې د امنیت د ټینګښت لپاره په کافي اندازه ځواکونه نه لري.

له ډلې اسدالله ولوالجي په دې باور دی چې د ځواکونو د ویش پر ځای باید کشفي او استخباراتي ارګانونه پیاوړي او د پېښو مخنیوی وشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG