د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

افغانستان له نړیوالو بازارونو سره د وصلېدو په هدف د «سوداګرۍ ملي پالیسي» جوړوي


افغانستان د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ یوه داسې ملي پالیسي جوړوي چې له ۲۰۱۸ مېلادي کال نه تر ۲۰۲۳ مېلادي کاله پورې به د سوداګرۍ او پانګونې اهداف تعقیبوي.

د سوداګرۍ وزارت چې له همدې امله یې د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ۰۴» په کابل کې د ځینو نړیوالو سوداګریزو بنسټونو او افغان سوداګرو یوه مشورتي غونډه رابللې وه وویل، په دغه پالیسۍ کې په ځانګړي ډول د خصوصي سکټور ودې ته ډېر پام اړول شوی دی.

د یاد وزارت د سوداګرۍ د برخې مرستیاله کامیله صدیقي وايي، دا پالیسي ممکن تر راتلونکو دوو میاشتو پورې وروستۍ شي.

کامله صدیقي
کامله صدیقي

نوموړې زیاته کړه:

"له دې سره چې د سوداګرۍ ملي پالیسي نه وه، خو افغان متشبثین د نړۍ په هر ځای کې خورا بریالي وو، موږ وغوښتل چې د سوداګرۍ ټول مسایل په یوه پالیسۍ کې راټول کړو چې سوداګر ورنه لا ګټه واخلي، په تېره هم د صادراتو او د خپلو افغاني مالونو د معیاري کولو په برخه کې."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر د سوداګرۍ په برخه کې د انډول نه موجودیت او کمو صادراتو نه ناراضه دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې شنبې په ورځ څلورم ملي ښاري کنفرانس ته وویل، د وارداتو بېلانس د افغانستان د راتلونکي لپاره ستر ګواښ دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې افغانستان دا وخت د اړتیا وړ شااوخوا ۹۰سلنه مواد له نورو هېوادونو واردوي، خو د صادراتو اندازه یې بیا لس سلنه ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي برخې رئیس موریزیوچن په دې اړه جوړې شوي غونډې ته وویل چې یوه معیاري پالیسي افغانستان نړیوالې پانګونې او سوداګرو ته نېږدې کولای شي او نړیواله ټولنه له داشان یوې پالیسۍ نه ملاتړ کوي.

له دې سره افغان سوداګر د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو ستونزو یادونه کوي وايي، هیله من دي چې یاده پالیسي د دوی د ستونزو د هواري په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت ازادي راډيو ته وویل، د افغان سوداګرو تر څنګ نړیوال سوداګرهم د یوې داسې پالیسۍ او قوانینو په لټه کې دي چې پانګونه یې خوندي کړي.

عتیق الله نصرت
عتیق الله نصرت

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په تېرو ۱۵، ۱۶کلونو کې یوه ملي پالیسي نه لرله چې زموږ سوداګري رهنمايي کړي او پر تولید او صادراتو متمرکزه وي، همدا لامل دی چې موږ نن د بېلانس د کسر سوداګري لرو چې له هیڅ اړخه توازن نه لري."

افغانستان دا مهال د سوداګرۍ د نړیوالې خونې او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب لري، خو د ښاغلي نصرت په باور د ځانګړو پالیسیو د نشتون له کبله دغه هېواد لا هم د سوداګرۍ په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG