د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

غني: د افغانستان د راتلونکې لپاره لوی ګواښ د وارداتو بېلانس دی


افغان ولسمشر وايي، د وارداتو بېلانس د افغانستان د راتلونکي لپاره ستر ګواښ دی او زیاته یې کړه چې افغانستان هر کال یوازې د درې میلیارډه ډالرو په ارزښت خوراکي او ساختماني توکي واردوي.

په افغانستان کې د کورنیو تولیداتو او صادراتو د رقم لوړولو د هڅو سره سره، ولسمشر غني لاهم د سوداګریز بېلانس تر منځ نه انډول د دغه هېواد لپاره ستر ګواښ بولي.

محمد اشرف غني چې د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۷» په څلورم ملي ښاري کنفراس کې خبرې کولې له ملي سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې لا ډېره پانګونه وکړي او ژمنه یې دا وه چې په پروژو کې به لومړیتوب هم دوی ته ورکړل شي.

د ښاغلي غني په وینا اوسمهال ان د چرګانو هګۍ هم له بهر را واردېږي.

ولسمشر غني: لوی ګواښ د تجارت بیلانس دی.
ولسمشر غني: لوی ګواښ د تجارت بیلانس دی.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د افغانستان د راتلونکې لپاره لوی ګواښ د تجارت بېلانس دی، د دوو میلیارډو ډالرو په اررښت خوراکي او د یوه میلیارډ ډالرو په ارزښت ساختماتي او نور توکي واردو چې هیڅ ضرور نه دي چې له خارج نه راوړل شي، د چرګې خرابې شوې هګۍ چې له عمره یې شپیته ورځې تېرېږي تاسو یې واردوۍ."

لاهم په افغانستان کې د صادراتو او وارداتو د بېلانس تر منځ انډول نه دی موجود.

که څه هم د ۱۳۹۶کال د سوداګریز بېلانس ارقام نه دي خپاره شوي، خو د تېر کال هغه بیا ښي چې افغانستان ۸۸ سلنه واردات او ۱۲ سلنه صادرات لري.

د افغانستان د صادراتو عمده برخه غالۍ، وچه او تازه مېوه، قیمتي ډبرې او زعفران دي.

افغان زعفران
افغان زعفران

خو واردات یې بیا تر ډېره، خوراکي او ساختماني مواد او نور د اړتیا وړ توکي دي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، حکومت د سوداګریز بېلانس د انډوال برابرولو په برخه کې هیڅ عملي اقدام نه دی کړی.

د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالقادر جیلاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"حکومت موقتي کارونه کړي، افغانستان یو مصرفي هېواد دی تولیدات یې کم دي چې دا لوی کسر ښي او که په دې برخه کې تدابیر ونه نیول شي په راتلونکې کې به یې مخینوی ستونزمن وي."

د ښاغلي جیلاني په خبره، د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کېدو سره د سوداګریز بېلانس انډول ته هیلې ډېرې وې، خو د وخت په تېرېدو سره نه یوازې دا چې دغه هیلې پوره نه شوې بلکې په یاده برخه کې د پخواني حکومت پالیسۍ هم په سمه توګه عملي نه شوې.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG