د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

رسا: تر ١٠٠ ورځو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهمې تګلارې جوړوو


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وایي، ترسلو ورځو پورې د سوداګرۍ او صنعت د پراختیا لپاره مهمې تګلارې او اساسات جوړوي.

سوداګري،صنعت،پانګونه او ظرفیت جوړونه هغه څه دي چې په تېرو دیارلسو کلونو کې ډېر کار نه دی ورته شوی خو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وايي، چې په درېيو راتلونکو میاشتو کې به په دې برخه کې ډېر اساسي کارونه وکړي.

د وزیرانو د سلو راتلونکو ورځو د کاري پلان د بیان په دوام د چهارشنبې په ورځ د سوداګرۍ او صنایعو وزیرپه یوه خبري کنفرانس کې خپل پلان واضح کړ.

همایون رسا وویل چې صادرات به زیاتوي او په هېواد کې د پانګونې لپاره ښې زمینې برابروي څو سوداګري پراخه او صنعت هم ښه پر مخ ولاړ شي.

ښاغلي رسا د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې چې څنګه به دا ټول کارونه عملي کوي داسې وویل:

((د افغانستان په شرایطو ټول پوهیږو خو کوم کارونه چې ما په سل ورځني پلان کې شامل کړي اکثراساسي کارونه دي.

موږ تراوسه سټراټیژي نه لرو چې په کومه خوا لاړ شو. قوانین باید اصلاح کړو. جوازونه چې ورکوو باید پوه شو چې په څه ډول یې توزیع کوو.

د سوداګري بېلابېل ډولونه څه ډول رامنځته کړو. دا کارونه په امنیت پورې اړه نه لري او یواځینی څه چې ورته په کار دی هغه مدیریت او ظرفیت دی چې موږ یې لرو.))

ښاغلي رسا همدا راز وویل چې د سوداګري مالونو د انتقال په برخه کې هم هڅې شوي او نور به پاکستان په دې برخه کې ستونزې نه جوړوي.

د بودیجې کسرهغه مساله ده چې ډېرخلک ورته اندیښمن دي خو د سوداګرۍ وزیر وايي چې له بېلابېلو برخو څخه په سپما سره به د اتو میلیاردو ډالرو دا کسر له منځه وړي.

د افغان حکومت د وزیرانو د کاري پلانونو د وړاندې کولو بهیر د سې شنبه په ورځ د حج او اوقافو وزیرفیض محمد عثماني د پلانونو په بیان سره پیل شو.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیرپه داسې حال کې د سوداګرۍ او صنعت لپاره د ښو کارونو زیرۍ ورکوي چې کارپوهان لاهم په دغه وزارت کې د مسلکي ظرفیتونو نشتوالي او له نورو ادارو سره نه همغږي ته اشاره کوي.

د اقتصادي مسایلو کارپوه او د سوداګرۍ وزارت پخواني ویاند وحیدالله غازي خیل ازادي راډیو ته وویل چې په شاوخوا درېیو میاشتو کې د سوداګرۍ او صنعت د تګلارو بدلول او د یادو برخو پراختیا ناممکنه ده:

((زه فکرنه کوم چې په سلو ورځو کې دې دومره لوی بدلون راشي چې هم دې قوانین بدل شي هم پالیسي نوې جوړې شي او هم صادرات زیات شي.

دا یو ښه ارمان دی. ښه خیال دی. عملي ځکه نه دی چې ډېر وخت غواړي. اول زموږ د درېیو وزارتونو ترمنځ د مالیې،تجارت او اقتصاد ترمنځ هیڅ ډول همغږي نشته.

بل هلته پالیسي موجودې وې. که هرکال دا پالیسۍ تغیریږي دا به د سوداګرو او پانګه والو لپاره یوه لویه ستونزه وي.))

ښاغلی غازي خیل وايي، ښه ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تګلارو د جوړولو پرځای له نورو ادارو سره همغږي رامنځته کړي او د خپلو پلانونو په عملي کولو اقدام وکړي.

افغان چارواکي په داسې حال کې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې د پراخ بدلون خبره کوي چې لا هم افغان سوداګر د مالیې او ټرانزیټ ستونزې لري او د دغو ستونزو غچ په دننه هیواد کې له عامو او بیوزلو خلکو اخیستل کیږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG