د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

په جلال‌اباد کې ځانمرګي برید ۸ تنه وژلي او ۱۷ نور يې ټپيان کړي


د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د مرکز جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د کمپونو په سيمه کې نن له غرمې وروسته شااوخوا ۰۲:۳۰ بجې د کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه‌ييزو پولیسو پخواني قوماندان شيخ اکرم کور مخې ته ځانمرګی بريد شوی دی.

د ولایت ویاند عطاءالله خوګياڼي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو راته وویل چې په دې پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۷ تنه نور زخمیان دي چې ټول ملکي وګړي دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې نن په لسګونو کسانو د قوماندان شیخ اکرم په ملاتړ مظاهره هم کړې ده.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله‌والې ‌‌‌‌‌‌ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG