د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۳

جاوید فیصل: عبدالله نړیوال قانع کړل څو بهر کې د ترورېستانو پټن‎ځایونه په نښه کړي


د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې امریکا او کاناډا ته د عبدالله عبدالله سفر له لاسته راوړنو ډک و.

اجرائیه ریاست وايي، امریکا او کاناډا ته د عبدالله عبدالله سفر د افغان ځواکونو د تکمیل او تجهیز تر څنګ د ترورېستانو د پټن‎ځایونو په له‎منځه وړلو کې د اقداماتو له چټکتیا سره مرسته کوي.

‌د دغه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ "۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۲" ازادي راډيو ته وویل، په دې برخه کې د نړیوالو قناعت ترلاسه شوی دی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

دی وايي:

"امریکا او کاناډا ته سفرونه له لاسته راوړنو ډک وو، په کومو برخو کې چې موږ غوښتل نړیوالو شریکانو ته قناعت ورکړو، په ځانګړي توګه هغه ترورېستان چې له افغانستانه بهر پټن‌ځایونه لري، د له‎منځه وړلو لپاره مو نړیوالو ته قناعت ورکړ. په ټوله کې دغه سفر په لنډ مهالي او اوږد مهالي کې مرسته کوي چې موږ نه‌یوازې د افغانستان د امنیت لپاره کار وکړو، بلکې د افغان ځواکونو د تکميل او تجهیز لپاره نورې لاسته راوړنې ولرو او له افغانستانه بهر د ترورېستانو د پټن‎ځایونه د له‎منځه وړلو د اقداماتو په برخه کې ښې نتیجې ترلاسه کړو."

امریکا او کاناډا ته د عبدالله عبدالله سفر له لاسته راوړنو ډک و.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېره اوونۍ امریکا او کاناډا ته سفرونه درلودل چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې یې په اقتصادي برخه کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو او پروګرامونو او د ترورېزم په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د مبارزې یادونه وکړه.

اجرائیه ریاست وايي چې ښاغلي عبدالله د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پنس، د دفاع وزیر جېمز مټېس او د ملي امنیت له سلاکار اېچ مک‎‎مسټر سره د کابل او واشنګټن په دوه اړخیزو اړیکو، د افغان ځواکونو د تجهیز او سولې په اړه خبرې وکړې.

اجرائیه رئیس د هلیفکس په نړیوالې امنیتي غونډه کې
اجرائیه رئیس د هلیفکس په نړیوالې امنیتي غونډه کې

ښاغلی فیصل وايي، د افغان حکومت اجرائیه رئیس په کاناډا کې د هلیفکس په نړیوال امنیتي غونډه کې د پاکستان په دوه مخې لوبې غږېدلی او د کاناډا له دفاع وزیر او د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره‌یې د افغان ځواکونو د تجهیز او تمویل په اړه ګټورې لیدنې کتنې کړې دي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړي که څه هم دا ډول سفرونه ګټور بولي، خو وايي نړیوال په دې پوهېږي چې افغانان د نړیوالو لپاره قرباني ورکوي او له دغه هېواد سره خپلو کړیو وعدو ته ژمن دي.

صالح: نړیوال قانع دي چې افغانان د نړیوالو لپاره قرباني ورکوي.
صالح: نړیوال قانع دي چې افغانان د نړیوالو لپاره قرباني ورکوي.

د دغې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي صالح محمد صالح ازادي راډیو ته وویل:

"نړیوال دلته موجود دي، استخبارات‌یې فعال دي، هغوی په هر څه پوهېږي نړیوال په دې باندې قانع دي چې افغانان د نړیوالو لپاره قرباني ورکوي، هغه تعهداتو ته ژمن دي چې له افغانستان سره‌یې د امنیت او تجهیز په برخه کې کړي دي."

اجرائیه ریاست وايي، ټاکل شوې عبدالله عبدالله د روان میلادي کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه د شانګهای د همکاریو سازمان په کلنۍ غونډه کې چې د روسیې په تفریحي ښار سوچي کې جوړېږي ګډون وکړي.

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس باید له ترورېزم سره په مبارزه کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د چارواکو بشپړ ملاتړ خپل کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG