په افغانستان کې اداري فساد او امنیتي وضعیت "د ازادي په څپو کې" د دې اوونۍ په خپرونه کې په افغانستان کې اداري فساد څېړل کېږي.
روانه اوونۍ په کابل کې د افغانستان د څارنوالانو سراسري کنفرانس ترسره شو، د دغې غونډې په اختتامیه وینا کې ولسمشر غني وویل چې دا یې هیله ده چې عدالت اسانه شي او فساد سخته شي، خو په ورته وخت کې ده دا خبره هم وکړه چې پر عدلي ارګانونو د خلکو اعتماد پیاوړی شوی.
دغهراز د ناټو عمومي منشی ویلي چې په راتلونکو شپږو اوونیو کې به په افغانستان کې هغومره سرتېري ولري چې اړتیا یې شته.
د "ازادي په څپو کې" د خپرونې په دوهمه برخه کې به د افغانستان پر امنیتي وضعیت او د ترهګرو په بریدونو بحث وشي.