د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت سرمفتش په یوه نوي راپور کې وايي، امریکايي سرتېرو ته پخوا ویل کېدل چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا له هلکانو د جنسي استفادې مخنیوی ممکن کار نه دی.
د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت سرمفتش جان سپکو له ګڼ شمېر هغو امریکايي سرتېرو سره خبرې کړي چې وايي، کله چې به دوی د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د بچه بازۍ د مسئلې په اړه خپلو قوماندانانو ته خبر ورکړ نو هغو به خپلې اوږې پورته واچولې.
راپور د ښاغلي سپکو له قوله لیکي دې سرتېرو کیسې کولې چې دوی او ځینو نورو کسانو ته په غیر رسمي ډول یا دا خبره کېده چې له صغیرو هلکانو څخه د ناوړه جنسي استفادې د مخنیوي په برخه کې هیڅ کار ځکه نشي کېدای چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د پوځي مشرانو لپاره دا موضوع په لومړیتوب کې نه ده او یا دا چې ښايي غوره لاره دا وي چې سیمه ییزو چارواکو ته خبر ورکړل شي څو هغوی یې مخنیوی وکړي.
یوه امریکايي سرتېري چې په راپور کې مرکه ورسره شوې ویلي، دی خبر و، چې د افغان ځواکونو یوه قوماندان د عیاشۍ لپاره هلکان ساتلي وو او کله چې ده خپلو قوماندانانو ته خبر ورکړ، نو ورته وویل شول چې په دې برخه کې هیڅ هم نشي کېدای او دا د دوی له ادارې وتلې مسئله ده ځکه چې دا افغانستان دی او د دوی خپل هېواد دی.
وروسته له دې چې په ۲۰۱۵ کال کې د افغان پولیسو او پوځ په لیکو کې د بچه بازۍ یا له کم عمره زلمیانو د جنسي کار اخیستو په اړه ځینې راپورونه خپاره شول، سیګار افغانستان ته د استول کېدونکو امریکايي سرتېرو لپاره پر لارښوونو بیا غور پیل کړ.
د دې راپورونو اصلي تمرکز له هلکانو د ناوړه جنسي کار اخیستو یا بچه بازۍ پر مسئله وه.
د بچه بازۍ په کرغېړن عمل کې هلکانو ته د نجونو جامې وراغوستل کېږي او دا هلکان بیا په مجلسونو کې ناڅي او ډېر وخت ناوړه جنسي استفاده ترې کېږي.
د سیګار په راپور کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د بچه بازۍ د شپاړسو قضیو یادونه شوې چې افغان چارواکي پکې دخیل وو، خو د دې ډول مسایلو د راپور ورکولو په برخه کې د دقیقو پوځي لارښوونو د نشتوالي له کبله د ټولو قضیو شمېر نه دی معلوم.
د سیګار څېړنه ښيي چې که څه هم د پنټاګون پالیسي په مستقیم ډول د بچه بازۍ د مواردو د راپور ورکولو ممانعت نه کوي، خو د پوځي روزنې پروګرامونو دا د افغانستان د کلتور یوه منل شوې برخه ګڼله، مګر د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې امریکايي سرتېري د روزنې په پروګرامونو کې مکلف وبلل شول چې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه راپور ورکړي.
فرانس پرېس خبري اژانس تېر کال راپور ورکړ چې وسله وال طالبان څنګه د بچه بازۍ له لارې د امنیتي ځواکونو لیکو ته نفوذ کوي.
فرانس پرېس په خپل راپور کې په دې اړه جزئیات خپاره کړي وو چې وسله وال طالبان څنګه د امنیتي پوستو له منځه پر سرتېرو په حملو کې امنیتي پوستو ته د تنکیو ځان وژونکو هلکانو د استولو له تکتیک څخه کار اخلي.
په دې ډول حملو کې له تېرو دوو کلونو راهیسې سلګونه پولیس وژل شوي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ډانا وایټ «Dana White» د سیګار د راپور په وړاندې په غبرګون کې وویل، امریکايي سرتېري مکلف دي چې د هرراز بشري سرغړونو په اړه راپور ورکړي.