د خوست د تریزیو او علي شیرو سرحدي ولسوالۍ اړوند د هارونخېلو اوسېدونکي وايي، د غلام خان له سړک وروسته ډېری بار وړونکي موټر د دوی پر سیمې پاکستان ته تګ او راتګ کوي، خو د سېلابونو د راوتو له کبله دا لاره په ساعتونو، ساعتونو بنده وي.
د هارونخېلو اوسېدونکي زیاتوي، سیمهيې د سېلابونو په مسیر کې پرته ده او که د خوست پر شمالي سیمو لږ باران هم وشي، نو خوړونه پرې راځي او له کبلهيې سیمهوال یو بل ځای ته نهشي تللی.
دوی یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال لړم ۲۵» د هارونخېلو د پل د کار د پیل په ځای کې ازادي راډیو ته وکړې.
یاد پل چې ۴۰ متره اوږدوالی او ۸ متره عرض لري، د ټولګټو چارو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه به د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړ شي.
حاجي شاهولي چې د هارونخېلو اوسېدونکی دی وايي چې د دوی له سیمې تېر شوی سړک د غلام خان له لارې وروسته پاکستان ته دوهم مهم غځېدلی سړک دی.
ده زیاته کړه، په دې لارې قدم، صدق، لنډر او تور اوبوال هم ښار ته تګ او راتګ کوي چې د خوړونو د راوتو پر مهال دوی هم د ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
حاجي سخي د لکڼو د بابرو کلي اوسېدونکی وايي، له موټرو سربېره په باراني موسمونو کې زدهکوونکي هم ښوونځیو ته تګ او راتګ نهشي کولای.
ده وویل، ولایتي چارواکو ورسره د یو شمېر پلونو ژمنې کړي چې اوس یوازې د يو پل د جوړېدو چارې پیلېږي.
د هارونخېلو یو بل تن اوسېدونکی شمسالله د شګې کلي د پل د کار پر پیلېدو خوښي څرګندوي او وايي چې د دې پل په جوړېدو سره به د دوی د ستونزو یوه ستره برخه حل شي.
بل لوري ته د خوست چارواکي د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ د هارونخېلو د سیمې د اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او وايي چې د نورو پرمختیايي کارونو تر څنګيې د پلونو جوړولو ته هم پاملرنه کړې ده.
د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د هارونخېلو د پل د کار د پیل په ځای کې وویل چې یاد پل د خلکو له تګ راتګ سربېره پاکستان ته د تلونکو موټرو لپاره هم ارزښت لري.
ښاغلي حبیبي زیاته کړه:
"خوست یو داسې ولایت دی چې همېشه پهکې موسمي بارانونه کېږي چې د بارانونو له کبله پهکې وخت نا وخت سېلابونه راوځي، له دې کبله زموږ درانه ولسونه د ستونزو سره لاس په ګرېوان دي، دې پل سره به نهیوازې ولسونه د سېلاب له ستونزو خلاص شي، بل ارزښتيې په دې کې دی چې دا پل زموږ د سرحد سره لاره تړي او دا به په راتلونکي کې یوه فرعي له نښلېدونکو لارو څخه وي."
د یادونې وړ ده، خوست د غلام خان بندر سربېره پاکستان ته د موټرو د تګ او راتګ نهه فرعي لارې لري چې یو شمېر يې تر سرحد پورې پخې دي.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ تر عملیاتو وړاندې په ځاځي میدان، تریزیو، ډبکي، غلام خان، تڼیو او سپېرې ولسوالۍ پاکستان ته بار لرونکو او د سپرلیو موټرو عادي تګ او راتګ کاوه.
راپور: نجیبالله الوخېل