د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

HRW: د برما ځواکونو او اردو خپل هېواد کې پر مسلمانو ښځو جنسي تجاوزونه کړي


د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان "هیومن رایټس واچ" وايي چې د برما امنیتي ځواکونو او اردو په هغه هېواد کې د نژادي تصفيې لپاره د یوې پراخې مبارزې په ترڅ کې پر مسلمانو ښځو جنسي تجاوزونه کړي دي.

د بشري حقونو د څارنې د نړیوال سازمان په حواله، د برما په مسلمان مېشت ولایت راخین کې پر روهینګیا مسلمانو ښځو او نجونو د جنسي تېري تر څنګ د هغوی ماشومان وژل شوي دي.

راپور د "زما ټول وجود درد و؛ په برما کې پر ښځو او نجونو د جنسي تېري کمپاین" په نوم، په ۳۷ مخونو کې د نومبر میاشتې په ۱۶مه نېټه خپور شوی دی.

راپور د برما د پوځ او امنیتي قواوو له لوري پر روهینګیايي ښځو او ځوانو نجونو جنسي تجاوزونه، ظلم او د تحقیر او سپکاوي پېښو ته، مستنده کتنه کړې ده.

په راپور کې له ډېرو مسلمانو ښځو سره چې ماشومان، مېړونه او پلارګنۍ یې وژل شوي، خبرې شوې دي.

هغوی ویلي چې د سترګو په وړاندې یې پوځیانو ماشومان ور وژلي دي.

د روهینګیا مسلمانان
د روهینګیا مسلمانان

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان له داسې ښځو سره هم خبرې کړي چې د برما د پوځيانو له جنسي تېري ژوندۍ پاتې شوي او بنګله‎دېش ته‌یې په پښو، له سختیو او خواریو ډګ سفر کړی دی.

د بشري حقونو د څارنې په نړیوال سازمان کې د ښځو او ماشومانو د حقونو څارونکي او د راپور ليکوال، سکای وېلر لیکلي:

"جنسي تجاوزونه د روهینګیايي مسلمانانو پر ضد د توکمییزې تصفيې د پوځي کمپاین اساسي برخه ده."

په راپور کې زیاته شوې چې د روان کال د اګسټ میاشتې له ۲۵مې نېټې راهیسې د برما پوځ قتلونه، جنسي تېري، توقیفونه او نور ظلمونه کړي دي.

د برما په راخین ولایت کې د روهینګیا مسلمانانو سلګونه کورونه په ډله‎یيز ډول سوځول شوي چې په پایله کې يې شپږ لکه کسان له کورونو وتلي او بنګله‎دېش ته تښتېدلي دي.

د بشري حقونو د څارنې د نړیوال سازمان په حواله، دا جنایتونه له بشري حقونو جدي سرغړونه او بشري ضد جرم ګڼل کېږي.

په راپور کې له ۵۲ ښځو سره چې پر ۲۹یې جنسي تېری شوی، خبرې شوې دي.

هیومن رایټس واچ همداراز په بنګله‎دېش کې د ملګرو ملتونو او د خیریه ټولنو له ۱۹ استازو سره غږېدلی دی.

هغه خیریه ټولنې چې په بنګله‎دېش کې له کډوالو سره همکاري کوي، پر ښځو د جنسي تشدد د زیاتو پېښو خبر ورکړی دی.

خو د برما حکومت د جنسي تېريو په اړه خپاره شوي معلومات رد کړي دي.

له ۵۲ ښځو سره چې پر ۲۹ یې جنسي تېری شوی، خبرې شوي.
  • د برما د راخین ولایت د سرحدونو د امنیت امر د سپټمبر په میاشت کې پوښتنه وکړه چې د جنسي تجاوزونو په اړه څه ډول اسناد موجود دي؟

هغو ښځو ته چې ادعا کوي چې تېری ورباندې شوی وګورئ، ایا څوک به هغوی ته له لیرې هم وروګوري؟

د هیومن رایټس واچ په راپور کې وړاندیز شوی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید د برما پر حکومت د وسلو د خرڅلاو بندیز اعلان کړي او د برما رهبران چې پر بشري حقونو يې تېری کړی، بندیزونه ولګوي.

رکس ټېلرسن له انګ سان سو چي سره
رکس ټېلرسن له انګ سان سو چي سره

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۴» برما ته په رسمي سفر کې د برما له مشرې آنګ سان سو چي سره په ګډه خبري غونډه کې د برما د پوځ د ناوړه چلند له امله سخته اندېښنه څرګنده کړه.

ټېلرسن همداراز په برما کې د روان بشري بحران په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.

انګ سان سوچي چې د روهینګیا مسلمانانو پر ضد د روان بحران په وړاندې د پټه خوله پاتې کېدو له امله، نیوکې ورباندې شوې وې، ویلي چې د هغې خبرې باید داسې وي چې ټولو ته ښه راتلونکې برابره کړي نه دا چې خلک د نور خلکو په وړاندې ودروي.

XS
SM
MD
LG