د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

سږ کال د نوبل د جایزې لپاره غوره کاندیدان څوک دي؟


نن دوشنبه د نوبل د جایزو ویش پیل شو.

هر کال دغه جایزې هغو کسانو یا ټولنو او موسسو ته ورکول کېږي چې د طب، اقتصاد، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او د سولې په برخه کې یې ډېر کارونه کړي وي.

د اټمي وسلو د مخنیوي لپاره د نوبل د سولې جایزه به له دې سره مرسته وکړي چې له شمالي کوریا سره د اټمي وسلو او د توغندیو د ازموینو پرسر راپورته شوی کړکېچ کم کړي.

دا څرګندونې یو شمېر څېړونکو د ۲۰۱۷ میلادي کال د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکي له اعلانېدو مخکې کړې دي.

د جرمني ډي پې اې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ارزونه یو شمېر څېړنیزو مرکزونو مخکې له دې چې په روانه اوونۍ کې د جمعې په ورځ د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکی اعلان شي، کړې ده.

هینریک اوردال «Henrik Urdal» چې په دې وروستیو کې یې په اوسلو کې د سولې د څيړنیز مرکز چې د نوبل د جوایزو له کميټې سره اړیکه نه لري، مشري ترلاسه کړې ده، دغې جایزې ته د غوره کاندیدانو په سرکې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ اټمي تړون راوستلی چې په اساس یې د اټمي وسلو د پراختیا مخنیوی شوی دی.

هغه ډي پي اې اژانس ته وویل، اوس موږ په داسې یوه وضعیت کې یوو چې له اټمي وسلو څخه استفاده یوازې د تیورۍ په احتمالاتو پورې نه محدودېږي، بلکې د شمالي کوریا وضعیت ته په پام سره یې خطر ډېر زیات شوی دی.

اوردال زیاته کړه، دا ډېره مهمه ده چې نړیواله ټولنه تر هغه ځایه چې کولای شي له دې سره مرسته وکړي چې د اټمي وسلو تولید او پراختیا محدوده کړي.

د سټاکهولم د سولي د نړیوال څېړنیز مرکز مشر دان سمیټ«Dan Smith» هم له دغه نظر سره موافق دی.

نارویژی تاریخ پوه اسلې سوین «Asle Sveen» چې د نوبل د سولې پرجایزې یې ډېره څېړنه کړې او له خپلو دوو همکارانو سره یوه ویبپاڼه هم چلوي، د جرمني اژانس ته وویل چې د ایران اټمي تړون ته د نوبل د سولې جایزې ورکول به د امریکا لپاره ډېره ګرانه کړي چې له دغه تړونه ووځي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر دې تړون سخت انتقادونه کړي او له هغه یې د وتلو ګواښ کړی دی.

د ناروې د نوبل د سولې کمېټې شااوخوا ۱۰ کاله مخکې هم د اټمي وسلو د مخنیوي په تړاو دغه جایزه ورکړې وه.

د نړیوالې اټمي انرژۍ ادارې چې اوس له ایران سره په شوي تړون څارنه کوي او د هغې مشرمحمد البرادعي په ۲۰۰۵ میلادي کال کې دغه جایزه په ګډه وړې وه.

سږ کال د دغې جایزې لپاره د کاندیدانو په فهرست کې ۳۱۸ نومونه شامل شوي چې دا له ۱۹۰۱ کال راهیسې چې د لومړي ځل لپاره دغه جایزه پیل شوې، د کاندیدانو تر ټولو لویه شمېره ده.

۱۰۳ یې سازمانونه دي.

د سویډن د اوپسالا په پوهنتون کې د سولې او جګړې د څېړنو استاد پټر والینسټین «Peter Wallensteen» وویل، که څه هم موږ نه پوهېږو چې ټول کاندیدان څوک دي، خو دا به زما لپاره ګرانه وي چې سږ کال د اټمي وسلو مسئلې ته توجه ونشي.

والینسټین هم د ایران اټمي تړون او د هغه مرکچیانو لکه د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د اروپا د بهرني سیاست مشرې فیدریکا موغیریني ته اشاره وکړه.

هغه وویل، بل کاندید د اټمي وسلو د منع کېدو لپاره د اټمي وسلو په هغه تړون کې ښکېل افراد دي چې په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو د ۱۲۲ غړو له خوا تصویب شو.

د نوبل د سولې کمېټه هغوټولنو ته چې د کاندیدانو وړاندیزکوي، سپارښتنه کوي چې خپل وړاندیزونه دې نه افشا کوي، خو یو شمېر دغه موسسې له مخکې د خپلو کاندیدانو نومونه اخلي.

د ۲۰۱۷ کال د نوبل د سولې د جایزې لپاره د کاندیدانو په فهرست کې د وایټ هیلمیټس «White Helmets» په نوم د ژغورنې هغه ټولنه شامله ده چې په سوریه کې فعالیت کوي.

تېرکال د نوبل د سولې جایزې ته هم دغه ټولنه کاندیده وه.

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس «Pope Francis» ډاکټر ډینیس موکویج «Denis Mukwege» چې د کانګو په ډموکراتیک جمهوریت کې د جګړې د ښکېلو خواوو له خوا د ډله ییزو جنسي تېرویو د قربانیانو د معالجې لپاره یې یو روغتون پرانېستی دی، هم دغې جایزې ته کاندیدان دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د چارو عالي کمیشنرۍ «UNHCR» او د هغې مشر فیلیپو ګراندي «Filippo Grandi» چې په نړۍ کې له ۶۵ ميلیونو کډوالو سره مرستې کوي،هم د وتلو کاندیدانو په ډله کې دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې تراوسه دوه ځلې د نوبل د سولې جایزه ګټلې ده.

په تېرو وختونو کې د نوبل د سولې د جایزې پنځه کسیزې کمېټې لانجمنې او ناڅاپي پرېکړې کړي چې د ګټونکو یې دومره اټکل نه کېده.

د امریکا مخکنی ولسمشر بارک اوباما
د امریکا مخکنی ولسمشر بارک اوباما

دغې کمېټې یوه دغسې پرېکړه په ۲۰۰۹ میلادي کال کې کړې وه او د امریکا د وخت ولسمشر بارک اوباما «Barack Obama» ته یې چې د ولسمشرۍ یو کال ېې لا پوره شوی نه و، د نوبل د سولې جایزه ورکړه.

یو کال وروسته چې زنداني چینایي مخالف لیو شیابو « Liu Xiabo» ته دغه جایزه ورکړل شو چې پیکنګ پرې سخت اعتراض وکړ.

د میانمار یا د پخوانۍ برما د ډموکراسۍ ملاتړې انګ سان سوچې «Aung San Suu Kyi» ته هم دغه جایزه په ۱۹۹۱ کال کې ورکړل شوې چې نن ورځ پرې په دې هېواد کې د روهینګیا مسلمانانو د کډوالۍ د بحران له امله سخت انتقادونه شوي دي.

له اقتصاد پرته د نوبل جایزې چې ارزښت یې ۹ ميلیونه کرونه چې ۱،۱ ميلیون ډالره کېږی، د سویډني سوداګر، صنعت کار او د ډینامیټ د مخترع الفرید نوبل د وصیت له مخې هر کال د ادبیاتو، طب، فزیک، کیمیا او اقتصاد په برخو کې ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG