د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د مخدره موادو په وړاندې مبارزې وزارت: سږ کال د تاریاکو تولید ۸۷سلنه زیات شوی


د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د سږ کال راپور ښيي چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ۶۳سلنه او د تاریاکو تولید ۸۷ سلنه زیات شوی دی.

دغه وزارت وايي، سږ کال د هېواد پر ۳۲۸۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې د تېر کال په پرتله ۶۳سلنه ډېروالی ښيي.

د یاد وزارت د پالیسۍ مرستیال جاوید احمد قایم د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۴» په کابل کې خبري غونډې ته وویل د دې تر څنګ د تاریاکو تولید ۹۰۰۰ ټنو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۸۷سلنه زیاتوالی ښيي.

دی وايي، د افغانستان په جنوب، لوېدیځ، شمال او ختیځ کې چې امنیتي ستونزې لري د تاریاکو په کښت او تولید کې دا ډېروالی راغلی دی.

راپور: د کوکنارو په کښت کې زیاتولی راغلی دی.
راپور: د کوکنارو په کښت کې زیاتولی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغې سروې پر بنسټ په افغانستان کې په ۳۲۸۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې له بده مرغه د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۶۳ فیصده ډېروالی ښيي، دا راپور ښيي چې ۹۷ فیصده دا کوکنار د افغانسان په جنوبي، شمالي او ختیځ زون کې کرل شوي دي چې لوړ امنیتي ګواښونه لري."

تېر کال د افغانستان ۱۳ ولایتونو د کوکنارو له کښت څخه پاک، و خو د سږ کال سروې ښيي چې له کوکنارو څخه د پاکو ولایتونو شمېر لسو ته راکښته شوی دی.

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت دا راپور د نشه یي موادو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د دفتر یا «UNODC» په مرسته برابر کړی چې د چارواکو په باور واقعي شمېرې، ارقام او د کوکنارو د موجوده وضعیت رښتینی تصویر ښيي.

د دی وزارت مرستیال جاوید احمد قایم وویل په افغانستان کې د مخدره موادو ستونزه اوس په یوه نړیواله موضوع بدله شوې ده او باید نړیواله ټولنه یې د کمولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

دی وايي، ناامني، د وسله والو مخالفینو سره د مافیايي ډلو یو لاس کېدل، د مالي او تخنیکي سرچینو کموالی، د مشروع کرنیزو توکو د خرڅلاو لپاره د لازمو زمینو نشتوالی او د مخدره موادو لوړ نرخ هغه مهم عوامل دي چې په هېواد کې یې دا ستونزه جدي کړي ده.

په عین حال کې د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر یا UNODC وايي، د مخدره موادو څخه تر لاسه کېدونکي پیسې تر ډېره د بزګرانو جیبونو ته نه ځي بلکې ورڅخه د هېواده بهر او د ننه قاچاق کوونکي استفاده کوي.

په افغانستان کې د دغه دفتر مشر مارک کولن دغې خبري غونډې ته وویل له مخدره موادو سره د مبارزی په برخه کی د افغانستان عدلي او قضایي مرکز او پولیسو ته په دې برخه کې د جدي اقداماتو اړتیا ده.

کولن: د مخدره موادو په وړاندې مبارزه پکار ده.
کولن: د مخدره موادو په وړاندې مبارزه پکار ده.

نوموړي زیاته کړه:

"دې برخې ته ډېره پاملرنه په کار ده تر څو د نشه یي موادو قاچاق کم شي، افغان حکومت باید د خپلو ادارو په تېره بیا د لوی څارنوالۍ، عدلي او قضايي مرکز، اجرائیه قوې او نورو پر مټ په دې اړه لازم اقدامات وکړي."

له دې سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کوکناور د کښت او د مخدره موادو د تولید سطحه داسې وخت لوړه شوې چې افغان حکومت د تېر کال راهیسې د مخدره موادو او قاچاقبرانو پر وړاندې هڅې هم تېزې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالخلیل بختیار دغې ګډې خبري غونډې ته وویل دوی په همدې کال کې ۲۳۴۳ عملیات کړي او نېږدې درې زره قاچاق کوونکي یي نیولي چې یو شمېر لوی قاچاق کوونکي هم شامل دي.

خو د افغانستان د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي تر هغې چې د سیمې هېوادونه او نړيواله ټولنه په دې برخه کې لازمه همکاري ونه کړي د افغانستان لپاره له دغې پدیدې سره مبارزه سخت کار دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

پخواني معلومات

په افغانستان کې سږ میلادي کال د تریاکو تولید په سلو کې نږدې نوي زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو ضد ادارې په هغه کلني راپور کې چې نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۴» یې خپور کړی دا خبره کړې ده.

دغې ادارې ویلي چې د اټکل له مخې افغانستان په بې‌ساري ډول نهه زره ټنه تریاک تولید کړي دي.

د راپور له مخې د افغانستان په ټوله ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه کې چې یو میلیون ۶۴۰ زره جریبه ځمکه کېږي کوکنار کرل شوي چې دا د تېر کال په نسبت په سلو کې ۶۳ زیاتوالی دی.

راپور: د کوکنارو په کښت کې زیاتوالی راغلی دی.
راپور: د کوکنارو په کښت کې زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان جنوبي او شمال ختیځ ولایتونه د کوکنارو د کر د زیاتوالي ولایتونه بلل شوي دي.

د راپور له مخې د کوکنارو د کر له لارې بزګرو او د ځمکې خاوندانو ته د عوایدو اندازه هم د تېر کال په نسبت په سلو کې نیمایي زیاته شوې، په دې معنی چې یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه ډالره‌یې چې د افغانستان د کورنیو ناخالصو تولیداتو په سلو کې اووه ده، د بزګرو او د ځمکې د خاوندانو جېبونو ته لوېږي.

په راپور کې سیاسي بې‌ثباتي، د حکومتي کنټرول او امنیت نشتوالی او همداراز فساد د تریاکو د زیاتوالي عمده عوامل بلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG