د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

د پکتيا ولايتي شورا وايي دې ولایت کې ۸۰ سلنه درملتونونه جواز نه‌لري


د پکتيا چارواکي دا مني چې په پکتيا کې يې اکثريت درملتونونه جوازونه نه‎لري او خلک يې په دغو درملتونونو کې د بې کيفيته درملو له پېرلو څخه له نورو ستونزو سره مخ دي، د سيمې اوسېدونکي غوښتنه لري چې د دوی ستونزې هواري ته په ولايتي او مرکزي کچه بايد توجه او پاملرنه وشي.

د پکتيا اوسېدونکي په دغه ولايت کې د بې کيفيته درملو له شته‎والي او ‌ډېروالي شکايت کوي او دا تور هم پورې کوي چې يو شمېر متخصص او اېم ډي ډاکټران خلکو ته هغه درمل ليکي چې دوی له کمپنيانو سره قرارداد کړي او د دوی په درملتونونو کې موجود وي.

په اړه یې د پکتيا دوه تنه اوسېدونکي وايي:

"نوم مې عرفان دی، خپله ډاکټران په دې کې لاس لري، ډاکټران له کمپنيو سره قراردادونه لري او دوی خارج ته په سفرونه لېږي کمېشنونه اخلي او په خپله دا بې کيفيته دواګانې ليکي او ډاکټران په خپله دې ته لمن وهي.

-نوم مې اختر نيازی دی، زه په خپله يوه کيسه درسره شريکه کړم، زما يو ملګری و، په شفاخانه کې يو نرس ورته ستنې ليکلې وې چې ورشه له پلانۍ دواخانې يې راواخله چې راوړې يې وې، بل چا کتلې وې ورته ويلي يې وو چې دا خو بې کيفيته دي او په ۳۰ روپۍ دي، خو له ده يې ۳۰۰ روپۍ اخېستې وې."

دوی نه يوازې دا چې وايي، د درملو کيفيت ټيټ دی په اداره د بې‎غورۍ تورې پورې کوي چې د درملتونونو د څارلو پروګرام يې کمزوری دی او دې ولايت ته د ډېورنډ کرښې له هغه لوري په قاچاقي ډول بې کيفيته درمل راواردېږي خو مخه يې نه نيول کېږي.

د پکتيا ولايتي شورا رئيس ډاکټر عالمير بهرامزوی د دې ستونزې د منلو ترڅنګ وايي چې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې ډېر شمېر درملتونونه د غير مسلکي کسانو له لوري پرانېستل شوي او جوازونه نه‎لري.

د پکتيا د ولايتي شورا رئيس ډاکټر عالمير بهرامزوی
د پکتيا د ولايتي شورا رئيس ډاکټر عالمير بهرامزوی

نوموړی وايي:

"د قانون له مخې بايد په دواخانه کې هغه څوک ناست وي چې فارمسي يې لوستي وي او په ټوله پکتيا کې ۲۰ فيصده هم په دواخانو کې د فارمسیستانو له‎خوا چارې په مخ وړل کېږي ټول غير مسلکي کسان دي او جوازونه نه‎لري."

د ده په خبره د پکتيا ولايتي اداره، عامې روغتيا رياست او په مرکز کابل کې د عامې روغتيا وزارت دا مسؤليت لري چې په دې برخه کې د خلکو مشکل جدي او ان د مرګ تر بريده ګواښ وګڼي او په عاجل ډول يې د ستونزو هواري ته لومړيتوب ورکړي.

د پکتيا عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولايت خان احمدزی دا مني چې په ولايت کې يې زيات شمېر درملتونونه غير مسلکي کسانو په پرديو جوازونو جوړ کړي دي.

دی وايي:

"په ټوله پکتيا کې ۲۰۰ څخه زيات دي چې دقيقه اندازه يې ماته نه‎ده معلومه، په څمکنيو او ګردېز کې درملتونونه ډېر دي او اکثريت يې جوازونه نه‎لري او که لري يې جعلي دي چې په دې اړه موږ کار کړی او مخه يې نيسو په هغه اول کې چې درملتون ته سند اخېستل کېږي يو سند له چا پيدا کوي يو جواز پرې اخلي دا ستونزه شته او موږ يې منو خو حل ته يې جدي لګيا يو."

نوموړی وايي، د دغو درملتونونو د ستونزې هواري لپاره يې اقدام کړی او لا هم د ولايتي ادارې سره په همغږۍ د دې ستونزې د هواري په لارو چارو اخته دي.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د قرباني درملتون مسؤل ابراهيم رحيمزی، د دې ستونزې چې ډېر شمېر درملتونونه جواز نه‎لري او په ټيټ کيفيت درمل پلوري د پړې ګوته حکومت ته نيسي.

ګردېز بازار
ګردېز بازار

نوموړی وايي:

"زه دا نه وايم چې بې کيفيته دوا به پکتيا ته نه راځي، بې کيفيته دوا به حتماً راځي په دې برخه کې بايد چارواکي اقدام وکړي اول يې بايد چک کړي زما په دواخانه کې دې يې وګوري او په دې کې دې حکومت اقدام وکړي تراوسه پورې نوی رئيس راغلی ما والله که لا ليدلی وي چې څه کوي او څه نه کوي."

دی دا هم وايي، که حکومت د درملتونونو جوازونه او درمل او په‎کې ناست خلک هر مهال وڅاري او غور يې وکړي دا ستونزه په اسانۍ سره هوارېدلی شي خو په خبره يې نه يوازې څار بايد وکړي د مشکل د حل لپاره بايد اساسي لارې چارې وګوري.

راپور: داوود تپان

XS
SM
MD
LG