افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانان د نا قانونۍ له کبله پوزې ته راغلي دي.
د افغانستان د ولسوالیو د څارنوالانو د کنفراس په پای کې د دغه هېواد جمهور رئیس د عدالت پر تأمین د ټینګار تر څنګ وویل چې د ده په ګډون هېڅڅوک د عدلي او قضايي بنسټونو په فیصلو کې د مداخلې حق نهلري.
ولسمشر غني همداراز غیر مسؤله وسلهوالو ډلو ته ګواښ وکړ چې د غیر مسؤلانه چلند په دوام سره بهیې زندان ته واچوي.
ښاغلي غني خلکو او غیر مسؤله وسلهوالو ډلو ته په خطاب کې وویل:
"زه مداخله نهکوم او هېڅچا ته د عدلي او قضايي بنسټونو په فیصلو کې د مداخلې اجازه هم نهورکوم. دا د قضیې منفي اړخ دی، موږ باید اول له زوره وغږېږو ځکه ګواښل کېږو او ګواښ په ګواښ ځوابوو، غیر مسؤله وسلهوالو تاسو ته په وضاحت وایم چې که غیر مسؤلانه چلند مو وکړ په قفس کې به واچول شئ، د افغانستان خلک له بېقانونۍ څخه پوزې ته راغلي دي اوس چې د ستګاه له پاسه پاک شوې خلک د نتیجو انتظار باسي."
ولسمشر غني همداراز د ولسوالیو په کچه د څارنوالانو، ولسوالانو او امنیه قوماندانانو ترمنځ پر کاري همغږۍ د ټینګار تر څنګ وویل چې له دې وروسته باید سیمهییز چارواکي له یو بل سره چارې یو شان مخ ته یوسي.
امنیتي ستونزې یو له هغه عواملو ګڼل کېږي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې قانون په عادلانه توګه پلی نهشي.
په نا امنه سیمو کې د څارنوالانو نهموجودیت هم خلک اندېښمن کړي دي.
خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسوالیو د څارنوالانو د کنفراس د پای په مراسمو کې چې په ارګ ماڼۍ کې جوړ شوي وو وویل راتلونکی کال به افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې نهوي.
د ښاغلي غني په خبره راتلونکی کال به د ځانګړو ځواکونو په ګډون ټول قوتونه د ثبات د ټینګښت لپاره تعرضي بڼه غوره کړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک هم چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړی وو وویل چې د څارنوالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره به د ولسوالیو په کچه کار وشي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې منشي وايي، امنیتي بنسټونه باید له څارنوالۍ سره په ګډه پر ټولو عادي وګړو او زورمندانو قانون یو شان پلی کړی.
عبدالقادر ځاځي وطندوست د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"زه له امنیتي ځواکونو، څارنوالانو او قاضیانو څخه دا هیله کوم چې باید قانون په ټولو پر عامو خلکو او لوړپوړو چارواکو یو شان پلی کړي."
د ښاغلي ځاځي په خبره په ځینو مواردو کې قانون پر زورمندانو نهپلی کېږي.
نوموړی وايي، که حکومت پر ټولو قانون یو شان پلی کړی، نو د خلکو او په ملي شورا کې د خلکو د استازو له هرکلي سره به مخامخ شي.
راپور: محمد حدیث پردېس