د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۷

افغان حکومت وايي تر اوسه د کونړ د برمته شوي مرستیال والي درک نه‌دی معلوم


افغان حکومت وايي، تر دې دمه د کونړ د مرستیال والي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د وسله‌والو له لوري په پاکستان کې برمته شوی هېڅ درک نه‌دی معلوم.

په اسلام اباد کې د افغان سفیر مرستیال زردشت شمس د پنجشنبې «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۸» په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کونړ د مرستیال والي محمد نبي احمدي د خلاصېدو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

زردشت شمس
زردشت شمس

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه کوم خاص پرمختګ نه‌دی شوی، موږ په دومداره توګه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې یو تر دې دمه د هغوی له اړخه موږ ته کوم مثبت خبر نه‌دی راکړل شوی، خو د همکارۍ ډاډ یې راکړی او دا یې ویلي چې که په دې برخه کې پرمختګ کېږي نو احوال به راکوي."

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کونړ مرستیال والي محمد نبي احمدي د پاکستان د پېښور ښار په ډبګرۍ سیمه کې د ناڅرګندو وسله‌والو له لوري برمته شو، خو تر اوسه دا نه‌ده معلومه چې نوموړی د چا او کوم هدف لپاره برمته شوی دی.

ښاغلی احمدي د درملنې لپاره پاکستان ته تللی و، خو په اسلام‌اباد کې افغان سفارت وايي چې نوموړي د خپل راتګ په اړه دوی په جریان کې نه‌و پرېښي.

له دې وړاندې هم یو شمېر افغان چارواکي په پاکستان کې د نامعلومو وسله‎‌والو له لوري برمته شوي دي.

په پېښور کې د افغانستان پخوانی قونسل عبدالخالق فراهي او د کونړ پخوانی والي فضل‎الله وحیدي په پاکستان کې د برمته شویو افغان چارواکو له ډلې څخه دي چې وروسته بیا خوشې شوي دي.

افغان ډيپلومات حاجي عبدالخالق فراهي راخوشې شو

د کونړ د مرستیال والي کورنۍ وايي چې دوی هم د ښاغلي احمدي په اړه معلومات نه‌لري.

د محمد نبي احمدي زوی احسان‌الله له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل که څه هم د پلار له برمته کېدو یې دوه اوونۍ تېرېږي، خو دوی یې لاهم د برخلیک په اړه معلومات نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ لاهم د خپل پلار د برخلیک په اړه معلومات نه‌لرو او نه‌هم دولت موږ ته څه ویلي چې نوموړی چیرته دی او د چا له‌خوا برمته شوی دی. حکومت باید لا ډېرې هڅې وکړي ځکه نوموړی دولتي چارواکي دی، خو تر دې دمه له موږ سره نه د بهرنیو چارو وزارت او نه هم کوم بل مقام اړیکه نیولې ده."

یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا د ښاغلي احمدي برمته کېدل سیاسي ګڼي او ادعا کوي چې نوموړی د «ای. اېس. ای» له لوري برمته شوی دی.

له ډلې یې قدرت‌الله ځواک وايي چې یو شمېر پاکستاني طالبان د کونړ په غرونو کې ځای پر ځای شوي او ښايي د ښاغلي احمدي برمته نیونه هم له همدې موضوع سره تړلې وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG