د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۹

د کونړ د مرستیال والي د خلاصون په اړه د پاکستان د همکارۍ ډاډ


په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، د کونړ مرستیال والي له دې پرته چې دوی په جریان کې پریږدي پاکستان ته ورغلی دی.

په اسلام‎اباد کې د افغان سفیر مرستیال زردشت شمس د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم په دې اړه دېر جزئیات ورنه‎کړل چې محمد نبي احمد د پاکستان په کومه سیمه کې د چا له‎خوا یرغمل شوی خو وايي، د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.

د ښاغلي شمس په خبره د پاکستان حکومت د کونړ د مرستیال والي د خلاصون لپاره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

اسلام‎اباد کې د افغان سفیر مرستیال زردشت شمس
اسلام‎اباد کې د افغان سفیر مرستیال زردشت شمس

دی وايي:

"افغان سفیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او دغه شان د دوی له امنیتي ادارو سره په تماس کې دی او د نوموړي د خلاصون غوښتنه مو کړې، هغوی هم په دې برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ راکړی دی."

د کونړ مرستیال والي قاضي محمدنبي احمد څلور ورځې وړاندې د درملنې په هدف پاکستان ته تللی و، خو د نامعلومو کسانو له لوري یرغمل شو.

که څه هم افغان سفارت په دې اړه چې ښاغلی احمد د پاکستان په کومه سیمه کې یرغمل شوی څه نه وايي، خو په پېښور کې افغان قونسل معین مرستیال ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې د کونړ مرستیال والي د پېښور د ډبګرۍ په سیمه کې د وسله‎والو له لوري برمته شوی دی.

له دې وړاندې هم یو شمېر افغان چارواکي په پاکستان کې د نامعلومو وسله‎والو له لوري برمته شوي دي.

په پېښور کې د افغانستان پخوانی قونسل عبدالخالق فراهي او د کونړ پخوانی والي فضل‎الله وحیدي په پاکستان کې د برمته شوېو افغان چارواکو له ډلې څخه دي چې وروسته بیا خوشې شوي دي.

پېښور کې افغان قونسل معین مرستیال
پېښور کې افغان قونسل معین مرستیال

د کونړ د مرستیال والي زوی احسان الله ازادي راډیو ته وویل، پلار یې په قانوني ویزه د درملنۍ په هدف پاکستان ته تللی دی.

نوموړی وايي، که څه هم د پلار له لا درکه کېدو یې څو ورځې تیرېږي خو تر اوسه په دې اړه هېڅ ډول معلومات نه‎لري.

دی وايي:

"موږ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او دغه شان په پاکستان کې له اړونده ادارو سره اړیکه نیولی خو تر دې دمه موږ ته هېچا په دې اړه چې دغه قضیه څنګه او چېرته رامنځته شوې او څوک په‎کې ښکیل دي، معلومات نه‎دي راکړي."

نوموړی وايي، که څه هم لا تر اوسه معلومه نه‎ده چې پلار یې چا برمته کړی خو سپارښتنه یې دا ده چې افغان حکومت باید د پاکستان له حکومت او په ځانګړي ډول د نوموړي هېواد له امنیتي او استخباراتي ادارو سره د ښاغلي احمد د موندولو لپاره جدي هڅې وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG