د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

دفاع وزارت ته د عامه نظم او سرحدي پولیسو انتقال او د سرحدونو پر امنیت‌یې اغېز!


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو او د عامه نظم ځواکونو لېږد به، دغه وزارت ته عملي شي.

دفاع وزارت، دغه وزارت ته د سرحدي پولیسو او د عامه نظم ځواکونو لېږد د امنیت د ټینګښت او د سرحدونو د ساتنې لپاره مهم ګڼي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه هڅې د ملي حاکمیت او له خاورې د دفاع په خاطر کېږي او یاد ځواکونه به په ښو امکاناتو سمبال شي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزارت د قانون د تنفیذ په نوم دی او ملکي کېږي، پوځي برخه‌يې دفاع وزارت پورې تړل کېږی، پرېکړه شوې چې دغه ځواکونه اکمال شي چې وکړای شي، په سرحدي سیمو کې د مخالفینو د تګ راتګ مخه ونیسي، دا ټول کارونه له ملي حاکمیت، د خاورې له بشپړتیا او استقلال څخه د دفاع په خاطر کېږي."

ښاغلي رادمنش وویل، د عامه نظم پولیس به په دفاع وزارت کې دا دنده ولري چې هغه سیمې چې د ملي اردو ځواکونه‌یې تصفیه کوي، دوی به‌یې له راتلونکو امنیتي ګواښونو ساتي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دفاع وزارت ته د کورنیو چارو د وزارت د سرحدي پولیسو او د عامه نظم د ځواکونو د لېږد لومړی پړاو د عقرب د میاشتې په ۱۴مه پیل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وايي، د سرحدي پولیسو یوه برخه به د جدي په میاشت کې دفاع وزارت ته ولېږدېږي او بله برخه به‌یې، په کورنیو چارو وزارت کې پاتې شي.

دفاع وزارت وايي، دغه وزارت ته د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو او د عامه نظم ځواکونو د لېږد موضوع له یوه کال راهیسې مطرح وه.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې پخوا تر دې د ملي شورا د ځینو غړو او مدني ټولنې له‌خوا د سرحدونو په ساتنه کې، د حکومت پر کمزورۍ انتقادونه کېدل.

دوی انتقاد کاوه چې مخالفین د افغانستان له پولو او په تېره د ختیځو پولو له لارې هېواد ته راننوځي او امنیت ګواښي.

د پوځي چارو کارپوه باري عارض د هېواد وضعیت جنګي ګڼي او دفاع وزارت ته د سرحدي پولیسو او د عامه نظم ځواکونو لېږد یو پر ځای اقدام بولي.

د پوځي چارو کارپوه باري عارض
د پوځي چارو کارپوه باري عارض

عارض زیاتوي:

"اوس د افغانستان امنیتي وضعیت ښه نه‌دی، دا یو ځانګړی ضرورت و چې سرحدي ځواکونه دفاع وزارت پورې وتړل شي، ځکه په لیرې سیمو کې د دوی اکمالات او تجهیزات د دفاع وزارت له‌خوا په ښه توګه کېدای شي."

ښاغلی عارض وایي، د کورنیو چارو وزارت د دغو ځواکونو په اکمالولو کې پاتې راغلی و.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي، دفاع وزارت ته د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم او سرحدي پولیسو د ځواکونو د لېږدولو پرېکړه، د حکومت او په ځانګړې توګه، د جمهور رئیس له‌خوا شوې او عملي کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG