د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

ارزګان کې له جګړو بې ځايه شوي کورنۍ وايي، دولت دې يې لاس نیوی وکړي


ارزګان کې له جګړو څخه بې ځايه شوي کورنۍ او خلک وايي، دولت دې يې لاس نیوی وکړي.

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې هغه خلک چې جګړو يې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي وايي چې جګړو ترې هر څه اخیستي دي، خو دولت تر اوسه پورې ورسره هېڅ راز همکاري نه ده کړې.

دوی له دولته غواړي چې د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وکړي.

په ارزګان ولایت کې د کډوالو او راستنېدونکي چارو ځايي اداره هم د خلکو دغه
ستونزې مني خو وايي چې خپلې هڅې یې کړي دي.

دغه اداره خپله هم پر نړېوالو خیریه بسټونو غږ کوي چې په ارزګان ولایت کې د بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

بشپړ راپور یې له سیمې د ازادي راډیو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:15 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG