د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۶

بغلان چارواکي: د افغان ځواکونو او طالبانو نښته کې ۱۰تنه وژل شوي


په بغلان کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې د دغې ډلې د یو شمېر مهمو اشخاصو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د بغلان امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع نن په دغه ولایت کې یوې خبري ناستې ته وویل چې یاده نښته وروسته له هغې وشوه چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت مرکز پلخمري سره نېږدې د امنیتي ځواکونو په یوې قرارګاه حمله وکړه.

نوموړي وویل، افغان ځواکونه وتوانېدل چې حمله په شا وتنبوي خو تائيدوي چې په نښته کې دوه افغان سرتیري ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG