د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۰

پولیټکو: د افغانستان لپاره د امریکا د استازیتوب موقف سپينې ماڼۍ ته انتقالېږي


پولیټکو خپرونې لیکلي چې ممکن جنرال ایچ ار مک مسټر د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو د استازیتوب موقف سپينې ماڼۍ ته انتقال کړي.

مک مسټر د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار دی.

پولیټیکو ویلي چې مک مسټر د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پالیسۍ پر سر د زیات کنټرول په هڅه کې دی.

د دې مقالې په دوام راغلي چې په افغانستان او عراق کې د امریکا د سفیر زلمي خلیلزاد په شمول مخکې له مخکې د ځینو کسانو نومونه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازیتوب د دریځ د ترلاسه کولو په خاطر په ډاګه شوي دي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې بیا یوه جنجالي موضوع راخیستې ده، د یوه افغان ډګروال له خوا د جنسي استفادې تر وېډیو وروسته د خلکو غوسه.

په دې مقاله کې راغلي چې یوه ښځه د خپل دریځ د لوړولو تر غوښتنې وروسته د ډګروال له خوا جنسي اړیکې ته اړ ایستل شوه.

د دې عمل ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوې او ګڼو خلکو سخته غوسه پرې ښکاره کړې ده.

ګارډین ورځپانې همدراز لیکلي چې د څېړنو له مخې نوي سلنه افغان ښځې له ښوونځي تر کارځای او زندانونو پرله پسې له دې ځورونو سره مخې دي.

ګارډین بریټانوي ورځپاڼې په یوه بېله مقاله کې په تهران کې د افغان انځورګرانو د یوه نندارتون په اړه هم لیکنه کړې ده.

ګارډین لیکلي په تهران کې دا نندارتون د هغو چلندونو د انځورولو په هدف ترسره شو چې له جګړې وروسته افغانان ورسره لاس او ګریوان دي.

ګارډین د یوه افغان عکاس برات علي عکسونه چې په دې نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي و خپاره کړي.

په دې عکسونو کې برات علي په افغان ټولنه کې د یوه ناپسنده دود بچه بازۍ ستونزه په تصویرونو کې نندارې ته اېښې ده.

ګارډین ورځپاڼې همداراز په تهران کې د یوه بل افغان انځورګر الیاس علوي په هنر هم لیکنه کړې ده.

د الیاس علوي انځور د بېلابېلو خلکو له وینو جوړ یو انځور دی.

علوي ته دا فکر وروسته له هغه ورغی چې ناروغې وړې خور ته یې په ایران کې د دې په سبب چې یوه بهرنۍ ده د بډوډي د پیوند عملیات ونه کړل.

علوي په تهران کې د نندارتون له ګډونوالو غوښتي و چې وینه ورکړي.

دغه افغان انځورګر د ټولو ګډونوالو د وینې نمونې په یوه دېوال د یوه انځور په چوکاټ کې منظمې وپاشلې څو ښکاره کړي چې د ټولو وینه یو رنګ لري.

XS
SM
MD
LG