د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۴

په هلمند کې د یو شمېر کسانو له خوا پیل شوی تحصن پای ته ورسېد


په لښکرګاه کې د یو شمېر کسانو تحصن پرون وروسته له هغه ختم شو چې د ولسمشر له خوا هلمند ته استول شوي پلاوي د سیمه يیزې ادارې او معترضانو ترمنځ روغه وکړه.

د هلمند د والي د مطبوعاتي دفتر مشر او سلاکار زاهد اتل ازاد راډیو ته وویل چې پلاوي د ستونزې له ښکېلو اړخونو سره وکتل او هغوی ته یې قناعت ورکړ چې خپل تحصن پای ته ورسوي.

ښاغلي اتل وویل:

"څلورکسیز پلاوی دلته راغی چې مشري یې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ګل اغا شیرزي کوله، پلاوي دوی ته قناعت ورکړ چې د هلمند اوسنی وضعیت د دې ایجاب نه کوي چې دا تحصن دومره ډېر دوام وکړي."

د هلمند د مرستیال والي او د استیناف څارنوال پرضد تحصن نېږدې ۲۰ ورځې مخکې وروسته له هغه پیل شو چې د لښکرګاه د کارېز سیمې اوسېدونکو دا چارواکي د کرکټ له لوبغالي لپاره د یوې ټاکل شوې ځمکې پرسر د بحثونو په بهیر کې، قومي مشرانو ته په سپکاوي تورن کړل.

دا ۲۰ جریبه ځمکه سیمه ییزې ادارې د لښکرګاه ښار د کرکټ د لوبغالي لپاره په پام کې نیولې وه، خو د سیمې خلکو ادعا کوله چې دا ځمکه د دوی ملکیت دی.

XS
SM
MD
LG