د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۴

د اسیا پراختیایي بانک افغانستان ته د مرستې ۵ کلن پروګرام منلی


د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان لپاره د مرستې یو نوی پنځه کلن پروګرام منلی دی.

د دې نوي پروګرام هدف په افغانستان کې باثباته وده او د بې‎وزلۍ د له‌منځه وړلو لپاره د بنسټ جوړول ښودل شوی دی.

په‎دې پروګرام کې چې له ۲۰۱۷ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې دوام کوي، تمه ده ۸۸۷ میلیونه ډالره افغانستان ته د مرستې په توګه ورکړي.

د اسیا پراختیایي بانک تر اوسه ۴،۹ میلیارده ډالره د مرستې او پور په ډول افغانستان ته ورکړې دي.

دغه پروګرام به تر ډېره د انرژۍ، ټرانسپورت، کرنې او طبیعي منابعو په برخو کې متمرکزې وي.

XS
SM
MD
LG