د ایران د پوځ یو جګپوړی قوماندان د عراق شمال ته ولاړ چې کردي مشران دې ته وهڅوي چې له کرکوک څخه ووځي.
دغه ایرانی جنرال په عراق کې ډېر پېژندل شوی دی، ځکه څو ځلې د عراق پر ټلوېزیونونو لیدل شوی چې په هغه هېواد کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې د جګړو په لومړیو کرښو کې د عراقي ځواکونو ترڅنګ وو.
هغه هلته د عراق د شیعه ملېشو د یوه سلاکار په توګه کار کاوه.
تهران دغو ځواکونو ته مالي او د وسلو مرسته کوله.
کردي چارواکي په دې باور دي چې دغه اقدام د عراقي ځواکونو لپاره زمینه برابره کړه چې روانه اوونۍ په اسانۍ سره د کرکوک ښار کنټرول له کردانو واخلي.
رویټرز خبري اژانس ویلي تورن جنرال قاسم سلیماني چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ډلې د بهرنیو عملیاتو مسؤل دی کرد مشرانو ته ویلي چې پېشمرګه ځواکونه به دا وړتیا ونه لري چې د عراق د صدراعظم حیدر العبادي ځواکونو ته ماته ورکړي، هغه ځواکونه چې د لوېدیځو او هم سیمه ییزو قدرتونو لکه ایران او ترکیې ملاتړ لري.
د رویټرز په خبره هغه دغه راز کردانو ته خبرداری ورکړی چې یا له کرکرک څخه ووزي او یا به د تهران ملاتړ له لاسه ورکړي.
رویټرز د کردستان د وطني اتحاد ګوند یوې غړي په حواله لیکلي چې وایي، د سلیماني دغه لیدنه د هغو پرېکړه کوونکو لپاره وروستی چانس وو چې ورته و وایي کومه جدي اشتباه ونه کړي.
د کردستان د وطني اتحاد ګوند یوې لوړ پوړي چارواکي ئالا تالباني Ala Talabani ویلي چې دغه ایراني جنرال له کردي مشرانو سره په لیدنه کې یوازي هغه څه وړاندې کړل چې دې یوه عاقلانه مشوره وبلله.
تر دې وړاندي د کرد پېشمرګه ځواکونو قوماندانانو پر ایران تور لګولی چې د عراق د شیعه وو په مشرۍ حکومت هڅوي چې کرکوک ښار او نوري هغه سیمي ونیسي چې کردانو په وروستیو کې کلونو کې په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې څخه نیولي وې.
خو ایران دا تورونه ردوي.
ایراني چارواکو رویټرز ته ویلي چې قاسم سلیماني د کردستان د وطني اتحاد له مشرانو سره د دغه ګوند د پخواني مشر جلال طالباني د جنازي په مراسمو کې د ګډون پر مهال کتلي وو او ورته ویلي یې وو چې له کرکوک څخه ووزي او په بدل کې به تهران د دوی ګټې خوندي کړي.
عراقي ځواکونو د جمعې په ورځ له کردي پېشمرګه ځواکونو د کرکوک ولایت وروستۍ پاتې سیمه هم ونیوله.