د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

افغان سفیر د پاکستاني پوځ له مشر سره پر یو شمېر مسائلو خبرې کړي


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو په ګډون یې ورسره پر یو شمېر مسائلو خبرې کړي دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر ISPR د جمعې په ورځ په دې اړه په یوې خپرې کړې خبر پاڼه کې ویلي، د پوځ مشر له افغان سره په لیدنه کې په افغانستان کې پر ملي اردو او همداشان په نور ترهګریز بریدونو غندلي دي.

خبرپاڼه د پوځ د مشر په حواله ویلي:

"دواړه هېوادونه «افغانستان و پاکستان» د ترهګرۍ ډېر اغېزمن شوي، خو دا داډول «ترهګریز» بریدونه به په سیمه کې د امن لپاره زموږه ژمنتیا ټکنۍ نه کړي."

له بلې خوا بیا په اسلام اباد کې افغان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال هم پر خپلې ټویټر پاڼې د پوځ له مشر سره د لیدنې یادونه کړې او لیکلي یې دي:

"نن مې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کابل ته د هغه تر سفر وروسته ولیدل او پر یو شمېر مسائلو او دوه اړخیزو اړیکو مو خبرې وکړې."

په عین حال کې بیا حضرت عمر زاخېلوال د پاکستا ن د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره هم کتلي او پر یو لړ مسائلو یې خبرې کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې ښاغلي جنجوعه د سیمې د اقتصادي پرمختګ او سیمه ییزې نښلوونې لپاره په افغانستان کې سوله او ثبات مهم بللی او دواړو چارواکو کابل ته د پوځ د مشر تر سفر وروسته د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والي ډاډ ښودلی دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د پوځ مشر د روانې میاشت په لومړۍ نېټه په یو ورځني سفر کابل ته تللی و او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې پر یو لړ مسائلو خبرې کړې وې.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG