د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

ویسا: وحشت او جنایت هېڅکله هم رحمت نشي تعبیرېدای


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د جګړې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي، په دغه هېواد کې به د امریکا د هوايي بریدونو یوه درنه څپه پیل شي.

ویسا دغه خبره د ټایمز ورځپاڼې په حواله لیکلې ده.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د امریکا د نوې ستراتېژۍ پیغام همدا و.

ورځپاڼه لیکي:

که معقولیت وي او که استدلال او منطق ته غاړه اېښودل وي، نو نور د جګړې او بمباریو لاره له لیونتوب، له جنایت او له افغان وژنې پرته بل تعبیر او مفهوم نه لري.

وحشت او جنایت هېڅکله هم رحمت نشي تعبیرېدای.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، اجرائیه رئیس پرون د مرکزې حوزې له یو شمېر سپین ږیرو، مشرانو او له خپلو سلاکارانو سره په کتنه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه کېدو خبره کړې ده.

انیس لیکي:

عبدالله عبدالله ویلي، د امریکا د نوې ستراتېژۍ د اعلان سره سم هغه وسله والې ډلې چې سولې ته غاړه نه ږدي وبه ځپل شي.

ورځپاڼې د مطلب په ادامه دا هم لیکلي چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې پر پاکستان فشار، د وسله والو مخالفینو ځپل او له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالویش نه اعلان د یادې ستراتېژۍ مهم ټکي بللي دي.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په ارزګان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د اډې د جوړولو خبره کړې ده.

په مطلب کې د نوموړي ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حواله راغلي چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ په چوکاټ کې امریکايي ځواکونه په دغه ولایت کې هم اډه جوړوي.

د مطلب لیکوال لیکي:

د ارزګان والي محمد نذیر خروتي ویلي دغه امریکايي ځواکونه به افغان ځواکونو ته له مشوره ورکونې سربېره د دوی هوايي ملاتړ هم وکړي.

خو نوموړي د دغو ځای پرځای کېدونکو بهرنیو سرتېرو د شمېر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG