د خیبر پښتونخوا ګڼ شمېر خبریالانو په صوابۍکې د یوه خبریال د وژنې پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه، د هغه وژنه یې وغندله او له حکومته یې وغوښتل چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.
دغو خبریالانو دا احتجاجي مظاهره تر هغې وروسته کړې چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د خیبر پښتونخوا په صوابۍ سیمه کې د یوه شخصي ټلوېزیون خبریال هارون خان د نامعلومو وسله والو له خوا په ډژو ووژل شو.
د راپورونو له هغې، په کمین کې ناستو وسله والو پر هارون خان هغه مهال ناتاره ډزې وکړې چې کله هغه د ماخوستن تر لمانځه وروسته له جوماته کور ته پر لار و چې په نتیجه کې هغه ځای پر ځای ساه ورکړه.
د خیبر یونین اف جرنلسټ په نامه د خبریالانو ادارې د جمعې په ورځ د پېښور پرېس کلب مخې ته د یوې احتجاجي مظاهرې په ترڅ کېد هارون خان وژنه وغندله، دا یې د پولیسو ناکامي وبلله او له حکومته یې وغوښتل چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې جدي اقدامات وکړي.
د یادې ادارې مشر او خبریال سیف الرحمان سیفي د خبریال هارون خان د وژنې د غندلو ترڅنګ وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه کې ډېری خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په خبره یې چې حکومت دې اوس د دې پېښو مخنیوي وکړي.
نوموړي په دې اړه د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې وویل:
"دهشتګردۍ خلاف کوم جنګ چې و، په هغه کې دا علاقه په خصوصي توګه باندې د صحافت لپاره خطرناکه وبلل شوه او دلته صحافیانو صحافت پرېښودو ته مجبوره شول، خو دا سلسله اوسه پورې جاري ده."
د دغې مظاهرې یو بل ګډونوال خبریال محمود جان د خبریال هارون خان په وژنه خپګان وښود او له حکومته وغوښتل چې هارون په ګډون دې د ټولو وژل شویو خبریالانو د وژنو تحقیقات وکړي او عاملینو ته دې یې سخته سزا ورکړي.
نوموړی په دې اړه وايي:
"د هغه د بچو به اوس ځه کېږي، تحقیقات خو د کوم صحافي کله شوي نه دي، نو فوري مطالبه خو زما دا ده چې تراوسه پورې کوم صحافیان وژل شوي، شهیدان شوي دي، د هغوی دې تپوس وشي."
دا په روان کال کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې دویم خبریال دی چې د وسله والو له خوا وژل کېږي.
تر هارون مخکې د روان کال د جون په ۱۱ مه نېټه نامعلومو وسله والو د خیبر پښتونخوا په هریپور سیمه کې د یوې ځايي ورځپاڼې خبریال بخشش الهي هم په ډزو وژلی و.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په صوابۍ کې ددغه خبریال د وژنې مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی دی.
راپور: ذبیح مومند