د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۵

امریکا د خپلې قونسلګرۍ مامورینو د نیولو په اړه ترکیې ته اندېښنه ښودلې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ترکیه کې د امریکا د ډیپلوماټیکې نمایندګۍ د کارکونکو د نیول کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ریکس ټیلرسن د چهارشنبې په ورځ له خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره په ټلیفوني خبرو کې دا اندېښنه ښودلې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پر ټلیفون له خپل امریکایي سیال ریکس ټیلرسن سره شااوخوا څلوېښت دقیقې داسې مهال خبرې کړي چې په څو لسیزو کې د ناټو د دغو غړو تر منځ اړیکې تر بل هر وخت خړ پړي شوي دي.

په دې خبرو کې سربېره پر دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ترکیه کې د امریکا د قونسلګرۍ د کارکوونکو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده، د ترکیې له حکومته یې وغوښتل چې پر دغو کارکونکو د لګول شویو تورونو په اړه دې کره شواهد وړاندې کړي.

په استانبول کې د امریکا د قونسلګرۍ دوه ترک کارکونکي څو ورځې مخکې د جاسوسۍ په تور ونیول شول چې متحدو ایالتونو یې په عکس العمل کې د ترکیې اتباعو ته د وېزې ورکولو ډېری خدمات محدود کړل.

ترکیې هم په متحدو ایالتونو کې د وېزې په نه صادرولو سره ورته اقدام کړی دی.

بلخوا په ترکیې کې د امریکا سفیر جان باس ویلي چې ترکي چارواکو توضیحات نه دي ورکړي چې دغه کسان ولې نیول شوي دي.

په ترکیه کې د امریکا سفیر جان باس.
په ترکیه کې د امریکا سفیر جان باس.

باس ویلي:

"موږ واقعاً نه پوهېږو چې ولې زموږ دغه کارکوونکي نیول شوي دي."

ترکي چارواکي وایي چې د امریکا د قونسلګرۍ کارکوونکي د اکټوبر په ۴مه د ترکيې له تبعید شوي مذهبي مشر فتح‌الله ګولېن سره د اړیکې په تور په استانبول کې نیول شوي دي.

پر فتح‌الله ګولېن تور پورې دی چې د ۲۰۱۶ میلادي کال ناکامه کودتا یې طرحه کړې وه، هغه تور چې ګولېن په وار وار رد کړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغه بحران کې د امریکا متحده ایالات ګرم بولي او ویلي یې دې نور جان باس په ترکیه کې د امریکا د سفیر به توګه نه پېژني.

ټاکل شوې ښاغلی باس د روانې اوونۍ په پای کې له دغې دندې لیري او په افغانستان کې نوې دنده پیل کړي.

د ترکیې رسنیو ویلي په دغې مکالمې کې د ترکي چارواکو تُندي څرګندونې تر پخوا نرمي شوې دي او د سازش دریځ یې غوره کړی دی.

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدریم په انقره کې وویل، دوی هیله من دي چې په لنډ وخت کې د دواړو متحدینو اړیکې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

بن علي یلدریم
بن علي یلدریم

هغه همداراز ویلي چې په اوس وخت کې چې نړیوال او سیمه ییز کړکېچونه په زیاتېدو دي دوی نه غواړي منطق ته شا کړي.

د هغه مرستیال صدراعظم محمد سیمسیک بیا له واشنګټن څخه د کتنې پر مهال ویلي چې ترکیه د امریکا د کارکونکو ساتندویه ده او یوه لحظه نور نه غواړي چې دغه لانجه دوام وکړي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس هم وویل، دغې لانجې د ترکیې له وسله والو ځواکونو سره د امریکا پر پوځي اړیکو اغېز نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG