د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۸

کرکټ بورډ: د افغان کرکټ ټیم لپاره د روزونکي په توګه پر ډین جانز غور کوو


د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دوی به په هانګ کانګ کې له لوبو وروسته د افغانستان د ملي ټيم د روزونکي په توګه د استرالیا د ټيم د پخواني لوبغاړي د ټاکل کېدو په اړه خبرې وکړي.

د استراليا د ټيم پخوانی توپوهونکی ډين جانز به د انټرکانټيننټال کپ سيالیو کې د افغانستان د کرکټ ټيم د روزونکي دنده لري.

د استراليا د کرکټ ټيم پخوانی لوبغاړی په هانګ کانګ کې د انټرکانټيننټال لوبو کې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د روزونکي په توګه اعلان شو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ټيم په دغو لوبو کې په لوړه کچه لوبېږي.

دا لوبې له ۲۰م څخه تر ۲۳م اکټوبر پورې دوام کوي.

ښاغلي جانز تېره مياشت د ۲۰ اوريزه لوبو د تبصرې لپاره کابل ته تللی و.

د افغانستان کرکټ بورډ د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وويل، په هانګ کانګ کې له لوبو وروسته به دواړه لوري دايمي قراردادونه ارزوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وويل، په انټرکانټيننټال سيالیو کې د ډين جانز کار څرګند دی.

ډین جانز په هانګ کانګ کې د څلور ورځنیو انټرکانټيننټال کپ سيالیو کې د افغانستان د ملي ټيم د مشر روزونکي دنده پر غاړه لري.

له دغو سيالیو وروسته به دواړه لوري فکر کوي چې قرارداد ته دوام ورکوي، که يې فسخه کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند زیاته کړه چې ډين جانز د استراليا له ښو لوبغاړو څخه دی چې د دې هېواد د کرکټ په ټيم کې يې ۵۲ ټست او ۱۶۴ يو ورځنۍ لوبې کړې دي.

د فريد هوتک په وينا، ډين جانز د روزونکي کېدو لپاره ښه تجربه لري او هيله‌يې څرګنده کړه چې په هانګ کانګ سیالیو کې به د افغانستان د ټيم ښه مشري وکړي.

ډين جانز پر ټویټر لیکلي چې خوشحاله دی چې په انټرکانټيننټال سيالیو کې د افغانستان د ټيم مشري کوي.

دی ليکی:

"زه په خوشحالی اعلان کوم چې په هانګ کانګ کې به د لوبو پر مهال د افغانستان د ټيم روزونکی يم."

د افغانستان کرکټ ټيم په جون مياشت کې د ټسټ هېوادونو پر کچه بريالی شو.

ډين جانز تېره مياشت د شپږيزې سياليو پر مهال په کابل کې و.

XS
SM
MD
LG