د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې کوم مسایل څېړلي؟


کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن شنبه تر ډېره پر افغانستان د امریکا د حملی د ۱۶ کاله پوره کېدو، پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني د سفر او د راتلونکو انتخاباتو په اړه د یو شمېر سیاسي ګوندونو اندېښنې راخېستې دي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په یوه مطلب کې د تېرو ۱۶ کلونو جګړې ته په اشارې لیکلي چې دې جګړې زیاتې قربانۍ او لږې لاس ته راوړنې درلودلې دي.

ورځپاڼې لیکلي چې له یوې نیمې لسیزې وروسته لا هم په جګړه ټینګار کېږي چې له دی سره به جګړه اوږده شي، وحشت به زیات او د سولې څرک به نه لیدل کېږي.

ورځپاڼې وړاندې په خلکو غږ کړی چې دوی باید ګام پورته کړي او له جګړې د وتلو لپاره عملاً لاس په کار شي، څو په افغانستان کې د ورځپاڼې په وینا، د ورور وژنې روان بهیر پای ته ورسېږي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې په یو مطلب کې تېرې ۱۶ کلنې جګړې ته کتنه کړې او لیکي چې د دی ۱۶ کلنې جګړې پایلې په یو ډول نه دي، بلکې په ځینو برخو کې پرمختګونه رامنځ ته شوي او په ځینو برخو کې بیا افغان حکومت او متحدین یې، پاتې راغلي دي.

د ورځپاڼې په وینا، یوه اساسي مسئله چې امریکا او افغان حکومت دواړه پکې پاتې راغلي، هغه په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول وو.

ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې بیا د طالبانو په حواله لیکلي چې په افغانستان کې جګړه بهرنیانو اوږده کړې او د دوی په وینا، تر هغو چې بهرنیان په افغانستان کې وي، دوی به جګړې ته دوام ورکړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني راتلونکي سفر ته په اشارې، په یوه مطلب کې لیکلي چې پاکستان ته دا سفر باید مشروط وي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې اسلام اباد ته د ولسمشر اشرف غني په وربللو سره، پاکستان غواړي نړۍ او په تېره بیا امریکا ته وښيي چې د بدلون په حال کې دی.

ورځپاڼې په تېرو کلونو کې د پاکستان دوه ګوني سیاستونو ته په اشارې لیکلي چې اسلام اباد په دې هڅه کې دی چې یو فرصت رامنځته کړي او ځان له سیاسي انزوا څخه اوباسي.

ورځپاڼې لیکلي چې د ملي وحدت حکومت او ټولې نړۍ ته روښانه ده چې پاکستان په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې د ترورېزم ملاتړ وکړ او په همدې موده کې، په خواشینۍ سره چې افغانستان یی قرباني و.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا د پاکستان د پوځ د مشر له خوا ولسمشر اشرف غني ته د سفر د بلنې په اړه د ولسي جرګې د ځینو غړو نظرونه راخېستي چې دا یې د ډیپلوماتیک عرف په خلاف عمل بللی دی.

ورځپاڼه لیکي چې دا بلنه باید د پاکستان د ولسمشر له خوا ورکړل شوې وای.

اطلاعات روز:

د اطلاعات روز ورځپاڼې بیا د حکومت له خوا د انتخاباتو په کمېسیونونو کې د اصلاحاتو د پلي کولو لپاره، د ملی وحدت د حکومت په اقداماتو بحث کړی دی.

ورځپاڼې وړاندې د تفاهم د شورا او د یو شمېر سیاسي ګوندونو په حواله لیکلي چې د انتخاباتو د کمېسیونونو غړي باید له دندو ګوښه شي.

د ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي چې د انتخاباتو د کمېسونونو غړي خپلواک نه دي، بلکې د حکومت تر اغېز لاندی کار کوي او د دوی دی حالت ته په کتو، د راتلونکو انتخاباتو مدیریت ناممکن بریښي.

XS
SM
MD
LG