د روسیې د دفاع وزارت وايي، په سوریه کې د روسیې د جنګي الوتکو په بمباریو کې د النصره جبهې د ۱۲ قوماندانانو په ګډون، د دې ډلې له ۷۰ تنو زیات وسلهوال وژل شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشينکوف وايي، په دې هوايي بمباریو کې د النصره جبهې د رهبر د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
د نوموړي په وینا، روسي الوتکو هغه مهال هوايي بریدونه ترسره کړل چې د النصره جبهې د مشرانو د یوې غونډې د ځای په اړهیې معلومات ترلاسه کړل.
د روسیې د دفاع وزارت د ویاند په خبره، په دې ملاقات کې د النصره جبهې مشر ابو محمد القولاني سخت ټپي شوی دی.
ایګور کوناشینکوف زیاته کړې چې دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د ابو محمد القولاني یو لاس پرې شوی او په ناوړه روغتیايي حالت کې دی.