د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۹ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۳۵

د سوریې په مرکز دمش کې بمې حملې ۱۱ تنه وژلي


په سوریه کې فعالان وايي، د دمشق په مرکزي برخه کې بمي حملو ۱۱ تنه وژلي دي.

د سوریې د بشري حقونو بریتانیا مېشتې ډلې پرون دوشنبه وویل، د دمشق د پولیسو یوه ماموریت ته نېږدې د المیدان په سیمه کې یوه موټربمي حمله وشوه، وروسته دوو انتحاریانو په ځان پورې تړلي واسکټونه وچاودول.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، په دمشق کې دوې حملې وشوې چې څو ملکیان او پولیس یې ووژل.

دغه وزارت د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG