د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۹

چارواکي: د غور په غلمین سمیه کې تصفیوي عملیات پیل شوي


امنیتي ځواکونو د غور ولایت په غلمین سیمه کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

د غور والي غلام ناصر غاذب د ازادي راډیو خبریال ته وویل، دا عملیات وروسته له دې پیل شول چې مرکز فیروزکوه ته نېږدې د غلمین سیمه د طالبانو لاس ته ولوېده:

"د فیروز کوه په شمال کې عملیات پیل شوي، دا سنجول شوی او پلان شوی حرکت دوام لري، له بده مرغه دښمن له خپلو وروستیو جنګي تاکتیکونو څخه چې په فرعي او عمومي لارو کې د ماینونو اېښودل دي، کار اخلي."

د غور والي وايي چې د سیمې تر تصفیه کېدو پورې به عملیات دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG