د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

امریکا ایران د انساني قاچاق د مخنیوي د پاتې راغلو هېوادونو په لېست کې زیاتوي


د امریکا متحده ایالتونو د انسانانو د قاچاق په مخنیوي کې د ناکامو هېوادونو لېست ته د ایران د ور زیاتولو ترڅنګ، پر روسیې، سوریې اویو شمېرنورو هېوادونو د بندیزونو د زیاتولو خبره کړې ده.

امریکا پر هغو هېوادونو چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوی لپاره حد اقل هڅې نه کوي، محدودیتونه لګوي.

د امریکا متحدو ایالاتو پرون شنبه وویل، د ایران نوم د هغو هېوادونو لېست ته ور زیاتوي چې د انسانانو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي.

امریکا وویل چې پر روسیې او یو شمېر هغو هېوادونو به چې له پخوا له دې امله د بندیزونو په لېست کې وو، محدودیتونه زیات شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې په امریکا کېد پيسو د نړیوال صندوق اجرائیه مشر او د امریکا د نورو نړیوالو پراختیايي بانکونو مشرانو ته امر کړی چې په نوي مالي کال کې روسیې، ایران او شمالي کوریا ته د پورونو له ورکولو او نورو مرستو ډډه وکړي.

په امریکا کې د یوه قانون پر اساس چې په ۲۰۰۰م میلادي کال کې نافذ شو، متحده ایالات هغو هېوادونو ته چې د انسانانو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي، له بشري مرستو او داسې مواردو پرته چې له تجارت سره ارتباط لري، په نورو برخو کې مرسته نه شي کولای.

سپینې ماڼۍ پرون شنبه وویل، پر ایران سربېره به د جنوبي امریکا هېواد،وینزویلا او لږ ترلږه څلور افریقايي هېوادونه د امریکا د بندیزونو په لېست کې شامل شي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، د کانګو ډموکراټیک جمهوریت، ګینې، جنوبي سوډان او سوډان هغه څلور افریقايي هېوادونه دي چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې حد اقل کارنه دی کړی.

د روسیې ترڅنګ، سوریه، شمالي کوریا او ایریتریا هغه هېوادونه دي چې له مخکې د امریکا د بندیزونو په لېست کې وو.

پر دې هېوادونو به نور محدودیتونه ولګول شي.

دا هېوادونه به د امریکا له متحدو ایالاتو سره د فرهنګيتبادلې په پروګرامونو او تعلیمي پروګرامونو کې له ګډونه منع شي.

XS
SM
MD
LG