د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۲۰

سیټهي: راشد خان د پاکستان سوپر لیګ کرکټ سیالیو په ۳ پړاو کې ګډون کوي


د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، د څینو نورو بهرنیو کرکټ لوبغاړ ترڅنګ به د افغان ټیم نامتو لوبغاړی راشد خان هم په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د پاکستان سوپر لیګ PSL کرکټ سیالیو په درېیم پړاو کې برخه واخلي.

د دغه کرکټ بورډ مشر نجم سیټهي پر خپلې ټویټر پاڼې په یوه پېغام کې په دغوسیالیو کې د راشد خان د لوبېدو پخلی کړی او وايي:

"پر راشد خان سربېره به د کرکټ د نړۍ نومیالي لوب غاړي لکهجي پي ډومیني، کریس لین، مایکل جانسن، اینجلیو میتهیوز او ایوین لیویس به هم د پاکستان سوپر لیګ ۲۰۱۸ برخه شي."

د پاکستان سوپر لیګ ۲۰ اوریزې لوبې په ۲۰۱۵مېلادي کال کې پيل شوي او ټاکل شوې ده چې په ۲۰۱۸مېلادي کال کې یې درېم پړاو ترسره شي.

که څه هم د دغه لیګ کې په لومړیو دوو پړاونو کې پنځو لوبډلو: اسلام اباد یوناېټډ، کراچۍ کینګز، لاهور قلندرز، پېښور زلمي او کویټه ګلیډیټرز برخه لرله، خو د کرکټ بورډ چارواکي وايي چې ددغه لیګ په درېیم پړاو کې به د ملتان سلطانز په نوم یو بل ټیم هم زیات شي چې ورسره به د لوبېدونکو ټیمونو شمېر ۶ ته ورسېږي.

تر راشد خان مخکې د افغان کرکټ ټیم پخواني کپتان او تکړه لوبغاړی نبي عیسی خېل د پاکستان سوپر لیګ په لومړي پړاو کې برخه اخیستې وه، د پاکستان کرکټ ټیم د اوسني کپتان سرفراز احمد په کپتانۍ د کویټه ګلیټیټرزټیم له خوا لوبېدلی و چې ټیم یې د لومړي پړاو پاېلوبې ته هم وتلی و.

که څه هم پاکستان سوپر لیګ د دغه هېواد کورني کرکټ لیګ دی خو په پاکستان کې د امنیتي وضعیت له امله دغه لوبې هر کال په دوبۍ کې کېږي، خو سربېره پر دې د دغه لیګ د دویم پړاو پاېلوبه په لاهور کې وشوه چې د پېښور زلمي ټیم پکې اسلام اباد یوناېټډ ته ماتې ورکړه او پاېلوبه یې وګټله.

که څه هم د پاکستان سوپر لیګ رسمي ټیوټر پاڼې هم پر دغه پاڼې د راشد خان د تصویر په خپرولو په دغه لیګ کې د هغه د ګډون پخلی کړی، خو راشد خان او یا هم افغان کرکټ بورډ لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ لوبغاړي راشد خان د پاکستان تر سوپرلیګ مخکې د هند په IPL، د ویسټ انډیز په CPL کرکټ لیګونو کې ګډون کړی او ویل کېږي چې هغه به د اسټرالیا په بګ بېش او د بنګله دېش د BPL کرکټ لیګ په راروانو پړاوونو کې هم ګډون وکړي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG